Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د استقلال تالار مخې ته چاودنه

د کابل ښار په پنځلسمه امنیتي حوزه کې د استقلال هوټل مخې ته چاودنه شوې ده.

د پېښې په ځای کې امنیتي سرچینې وايي، یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پوري چاودېدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړه، چې یو شمېر کسان د ملا اختر محمد منصور د مړینې د شپږم تلین له مراسمو څخه د وتلو په حال کې وو.

دا پېښه د استقلال هوټل دروازې ته څېرمه شوې ده. هغه ځای چې نن سلګونه کسان د اسلامي امارت د پخواني مشر د مړینې د شپږم تلین د لمانځلو لپاره سره پکې سره راټول شوي وو.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل د پنځلسمې حوزې په اړوند سیمه کې د استقلال هوټل مخې ته چاودنه شوې ده چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه