د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، غواړي په بهر کې د افغان کارګرانو د ستونزو د هواري لپاره کاري اتشه رامنځته کړي. د دې وزارت مرستیال زیاتوي، له قطر، متحده عربي اماراتو، سریلانکا او سعودي عربستان ته د کارګرو د لېږلو په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت وايي: «موږ هڅه کوو چې له څلورو هېوادونو قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او سریلانکا سره خپلې اړیکې لا ټینګې کړو، ځکه دوی چې له پخواني حکومت سره هوکړهلیک لاسلیک کړی و، له افغانستانه د کارګرو د استولو ژمنه یې کړې وه او له دې هېوادونو یوه ویلي و چې ۵۰ زره کارګر به مني.»
د راپورونو له مخې په هېواد کې له وروستیو تحولاتو سره ګڼ شمېر ځوانان په ځانګړې توګه د پلازمینې اوسېدونکي بېروزګاره شوي دي. د کابل یو شمیر ښاریان له اسلامي امارته غواړي چې په کور دننه او یا هم بهر کې ورته د کار زمینه برابره کړي.
د پلازمېنې اوسېدونکی عبدالله عثمانخېل وايي: «موږ د وېبسایټ جوړولو شرکت درلوده، نوي مشتریان نهلرو، پخوانیو مشریانو مو هم خپل کارونه ټول کړي او روان دي، عواید مو له لاس ورکړي.»
د پلازمېنې یو بل اوسېدونکی محمد اسلم حمیدي وايي: «زه د امریکا د پرمختیايي ادارې پروژې په ملکي خدماتو انسټیوټ کې انجنیر وم، خو زموږ قراردا ختم شوی او څو کاله شول چې بېروزګاره شوی یم.»
خو د اقتصادي او سیاسي چارو ځینې شنونکي له هېواده بهر په سیاسي استازولیو کې د کار د اتشې رامنځته کولو په اړه جلا لیدلوري لري.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «له هېواد نه بهر د کاري ځواک استول له یوې خوا په افغانستان کې دننه کولای شي له خپلو کورنیو سره مالي مرسته وکړي او د خلکو اقتصاد لوړ کړي، بل پلو افغانستان د مسلکي کسانو له کموالي سره مخ دی، له دې سره دا خلک کولای شي په مسلي او حرفهيي ډول سره کار زدهکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه سید هارون هاشمي وايي: «کله چې یو هېواد د نورو هېوادونو له لوري په رسمیت و نه پېژندل شي، اقتصادي اړیکې یې هم د سیاسي اړیکو تر اغېزې لاندې راځي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په هیواد کې به هم سلګونه زره کسان د نوي کابل، قوش تېپې او ټاپي پروژو په ګډون په نور بېلابېلو پروژو کې په کارونو وګومارل شي.
په دې اړه مو اندونه