Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د لویې جرګې د رابللو لپاره د یوه کمېسیون له جوړېدو خبر ورکوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د لویې جرګې د جوړولو لپاره د یوه کمېسیون له رامنځته کېدو خبر ورکوي.

ښاغلي دلاور که څه هم د دغې جرګې د ترسراوي په هکله څه نه وايي؛ خو ټینګار کوي چې په دغې جرګه کې ټول افغانان په ځانګړې توګه په سوله کې اغېزناکه څېرې به راوبلل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وویل:«یوه لویه جرګه به راوبلل شي چې ټول افغانان په کې شامل وي. هغه افغانان چې د افغانستان په سوله، امنیت او د نظام په ټینګښت او د هېواد پرمختګ کې اغېزناک وي ګډون به وکړي.»

تر اوسه د دغه کمېسیون د غړو او دغه راز د لویې جرګې د ترسره کېدو د وخت په اړه هېڅ جزیات نه دي خپاره شوي.

د ولسمشرۍ پخوانی سلاکار شهزاده مسعود وايي:«ډېر ښه اقدام دی او زه هیله لرم چې د لویې جرګې د ترسراوي کمېسیون، هغه ټول ګډونه جوړه کړي چې په هغه کې د افغانستان ټول قومونه خپل استازی ولري.»

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار ویلي چې سرپرست حکومت باید د کورني مشروعیت د ترلاسه کولو او په رسمیت پېژندنې لپاره لویه جرګه راوبولي.

امریکا متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه هم په دې اړه ورته غوښتنې لري.

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې ګلالۍ اکبري څرګندوي:«که چېرې د قانون په چوکاټ کې وي، ښه ده،د افغانستان په ګټه ده.»

په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو څه باندې نهه میاشتې تېرېږي، خو لا هم دغه حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه