Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د وضع کېدو غبرګون کې د نقاشۍ کمپاین

څه باندې ۵۰ هنرمندانو د اعتراض په دود په یوې ازادې سیالۍ کې له بېلابېلو پړونو سره د مېرمنو انځورونه پنځولي دي.

دوی غواړي په خپلو هنري کارونو سره په هیواد کې د ښځو اوسنی وضعیت انځور کړي.

په دې سیالۍ، د ښځو د ژوندانه اوسنۍ ستونزې او ناخوالې په بیلابیلو ډولونو انځور کړای شوې دي، داسې چې په ځينو انځورونو کې ښځې د قفس او زندان بندیانې هم ښودل شوې دي.

د دغه پروګرام یوه ګډونواله عایشه وایي،غواړي د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه خپل اعتراض د نقاشۍ له لارې بیان کړي.

ګډون کوونکې عایشه وايي:«دا د یوې افغانې مېرمنې نقاشي ده چې په خپل ذهن کې بنده ده او شاو خوا نړۍ یې ورته ځای نه ورکوي، یعنې په ټولنه کې ځای نه لري.»

دوی له هغه وروسته چې ښوونځي ته له تلو منع شوې انځورګرۍ ته مخه کړې.

کډون کوونکې دیانا په دې هکله طلوع نیوز ته وايي:«دیوې ټولنې د پرمختګ لار یوازې په زده کړو او تحصیل کې وي او ښوونځی هم غوره لار ده، دا چې نوی نسل اوس په کور کې دی، د ټولنې یو تر ټولو ستره ستونزه ګڼل کېږي.»

ګډون کوونکې تهمینه هم څرګندوي:«د ښځو لپاره وضعیت او شرایط ډېر ستونزمن دي، موږ ټول دا په رسنیو او په هر ځای کې وینوو.»

د دغې چارې له ترسره کېدو موخه په ټولنه کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ښځو ته د انګېزې ورکول بلل شوي.

د دغه کمپاین جوړونکې حسنا آصفي زاده وايي:«ډېریو ښځو د کار او پرمختګ لپاره خپله انګېزه له لاسه ورکړې ده او د دې لپاره چې موږ وکړای شوو ښځو ته انګېزه ورکړو او د هغو ښځو لپاره چې غواړي پرمختګ ولري د نقاشۍ یوه سیالۍ جوړه کړه چې کابو ۵۰ تنو ګډون کړی وو.»

تېرو کلونو کې د بېلابېلو پروګرامونو او کمپاینونو له لارې هڅه شوې څو د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه