Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بازار او سړو خونو نشتوالي بڼوال اندېښمن کړي

يو شمېر بڼوال وايي، د مناسب بازار نشتوالي او د سړو خونو کمښت په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر بڼوال اندېښمن کړي او له همدې امله يې محصولات په ټيټه بيه پلورل کېږي.

د ربیع‌ نیک‌زاد په نوم یو بڼوال وايي: «په تېرو کلونو کې زموږ پلور ښه و، د نورو کلونو پرتله سږ کال اتیا سلنه کمښت راغلی دی او زموږ حاصلات څوک نه اخلي.»

دغه بڼوال د خپلو حاصلاتو د کموالي لامل په هېواد کې وروستۍ وچکالي یادوي، خو له اسلامي امارته غواړي چې بهر ته د دوی د باغدارۍ محصولاتود صادرولو لپاره اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي.

بڼوال جاوېد شېرزاد وايي: «د پخوا پرتله زموږ بڼوالۍ نوي سلنه کمه شوې ده، د اوبو نشوالی دی او د ناروغۍ ستونزو تر او سرې ته نه لاسرسي ستونزې دي.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، یاد وزارت هڅه کوي چې په کرنیزو ځمکو او بڼوڼو کې د اوبو لګونې د نلونو په وسیله ونو ته د څاڅکو په ډول د اوبو رسولو سېسټم عملي کړي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د پراختیا رییس عبدالغفار صدیقي وايي: «په وروستیو کې موږ د ځینو پروژو لپاره د نلونو په وسیله ونو ته د څاڅکو په ډول د اوبو رسولو سېسټم طرحه جوړوله، تمه لرو د افغانستان اوسنی حکومت دې برخې ته پاملرنه وکړي.»

سږ کال تر اوسه د افغان کروندګرو حاصلات د هوايي دهلیزونو له لارې هند او نورو هېوادونو ته نه‌دي صادر شوي او ډېری کروندګر د سړو خونو د نشتوالي له امله خپل حاصلات په یو ځلي توګه بازار ته وړاندې کوي او په کمه بیه یې پلوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه