Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اماراتي شرکت ته د هېواد د درې هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو سپارل

له څومیاشتو انتظار وروسته، بالاخره د کابل، کندهار او هرات هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدماتو تړون د متحده عربي اماراتو «ګک» یا «جي ۴۲»شرکت ته وسپارل شو.

د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او دغه تړون به د هېواد پر اقتصاد مثبته اغېزه وکړي.

د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«دا تړون مخکې شوی و نن هماغه تړون نوی کېږي.»

ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت په دې باور دی چې دغه اماراتي شرکت به افغانستان ته د الوتنو د پیل لپاره د سترو هوايي چلن شرکتونو اعتماد به ترلاسه کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال غلام جیلاني وفا وايي:«د دغه تړون له لاسلیک سره، ټولې مهمې نړۍوالې کمپنۍ دا توانمندي پیدا کوي چې په خوندي توګه افغانستان ته خپلې الوتنې پيل کړي.»

د ریاست الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر له پانګوالو غواړي چې تر دې وروسته په افغانستان کې پانګونه وکړي:«له ټولو سره ښې اړیکې غواړو او له هغوی هیله کوو چې د افغانستان د مظلومو خلکو لپاره په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.»
 
تر اوسه د کابل په ګډون د هېواد د هوايي ډګرونو د هوایي چلن امنیت او هوايي حریم کوم شرکت ته نه دی سپارل شوی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت وايي چې په دې اړه له مهمو نړیوالو شرکتونو سره خبرې روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده څرګندوي:«هر څومره ژر چې له کمپنیو سره تړون ته ورسېږو، هغه هم کېږي.»

د ګک شرکت استازی هیله من دی چې له دغه تړون وروسته، د هوايي چلن لوی شرکتونه افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړي.

د ګک شرکت استازی رزاق اسلم محمد عبدالرزاق وايي: «درې څیزونه دي چې زه یې په دې تړون کې وینم. نړیواله ټولنه او د هوايي چلن نړیوال شرکتونه چې له څو میاشتو راهیسې لېرې وو، هیله من یم هغوی له هغو کسانو سره چې د اګسټ د ۱۵ له پیښې مخکې یې دا هوايي ډګر مدیریت کاوه، بېرته راستانه شي، دویم ټکی دا چې د هوايي چلن د ټرانسپورټ د نړیوال بنسټ له خوا زموږ د وړتیا په رسمیت پېژندنه چې موږ پخوا دا امتیاز درلود، د کار د دوام او هېواد کې زموږ د حضور له مخې ترسره شي، او درېیمه برخه کې د سوداګرۍ ټولنه ده چې د سوداګرو ترمنځ د شخصي سوداګرۍ تړونونه بیا وشي او پراختیا یې ووینو.» 

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس، ګک شرکت ته د افغانستان د درې هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدماتو سپارل د کابل او ابوظبي ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په پراختیا کې مهم بولي.

تر دې وړاندې په جهموري نظام کې، د کابل، مزار، کندهار او هرات د هويي ډګرونو ځمکني او امنیتي خدمات د متحده عربي اماراتو ګک یا جي ۴۲ شرکت ته سپارل شوي وو او دغه شرکت د یو کال لپاره د هېواد د دغو څلورو هوايي ډګرونو خدمات پر غاړه درلودل.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت په دې باور دی چې دغه اماراتي شرکت به افغانستان ته د الوتنو د پیل لپاره د سترو هوايي چلن شرکتونو اعتماد به ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه