Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو د حقونو پر رعایت د م.م سرمنشي د استازې ټينګار

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د ښځو او نجونو د حقونو پر رعایت ټینګار وکړ.

ډیبرالاینز چې بلخ ته تللې د یوه ښوونځي د لیدو په لړ کې د ښځو د حقونو له فعالانو سره په ځانګړو لیدنو کې په هېواد کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب مهم ګني.

نوموړې وویل:«په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو له فعالانو او طالب چارواکو سره په لیدنه کې، د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وشو. د دغه هېواد لپاره پراخ بنسټه حکومت، افغانستان کې د ټیکاو رامنځته کېدو لپاره د روغې جوړې بهیر، دکورني مشروعیت ترلاسه کول او نړیوال باور یوه اړتیا ده.»

په پلازمینه کې له شپږم ټولګي پورته ډېری زده کوونکې نجونې وايي چې د نجونو ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو له امله د نا هیلۍ احساس کوي.

صفیه چې د اتم ټولګې زده کوونکې ده وايي چې د ښوونځیو د بندېدو له امله یې ځان د مریو پر اوبدلو او خیاطۍ بوخت کړی دی.

زده کوونکې صفیه وايي:«علم یو څراخ دی، کله چې په یوه هېواد کې علم نه وي په تیاره کې دي، له هغې وخته چې اسلامي امارت راغلی دی په تیاریکې کې یوو.» 

نه یوازې هغه بلکې له شپږم ټولګې پورته سلګونه نورې زده کوونکې هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

زده کوونکې فېروزه وايي:«حجاب یې وویل، په هر امر موږ عمل وکړ ماسک مو واغوست؛ له اسلامي امارته غواړو اجازه راکړي چې ښوونځي ته ولاړ شوو.»

که څه هم سرپرست حکومت تر دې وړاندې د ښوونځیو په تړاو د دیني عالمانو د غونډې د جوړېدو په اړه څرګندونې کړي خو لا یې هم نه ده روښانه کړې چې دغه غونډه به څه وخت وشي.

خو قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وایي چې ډېر ژر به له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه پرېکړه وشي.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین څرګندوي:«له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د پرانیستلو لپاره موږ یو سیاسي کمېسیون جوړ کړی او هغوی به په دې تړاو ډېر ژر پرېکړه وکړي څو ښوونځي پرانیستل شي." 

تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره په لیدنه کې یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ ټینګار وکړ.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وایي چې ډېر ژر به له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه پرېکړه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه