د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخواني غړي وايي، د دې کمېسیون له پخوانۍ رییسې پرته به د دې کمېسیون نور غړي له افغانستانه بهر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دوی وايي، په بهر کې د دې کمېسیون د کار موخه په افغانستان کې له بشري حقونو څخه دفاع ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت لهخوا د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون په ګډون پنځه نور بنسټونه له منځه یوړل شول.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره بنفشه یعقوبي وايي: «اوسمهال د کمېسیون همکاران د یوې سټراټیژي په جوړولو بوخت دي او وبه ګورو چې له کومو لارو د افغانانو پر وړاندې د بشر حقونو سرغړونې او بشري وضعیت مستند شي.»
د شبنم صالحي په نوم یوه بله کمېشنره وايي: «د ملي بشري حقونو بنسټونو نړیوال مشروعیت د پاریس اصوللیک له مخې دی چې د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دې اصوللیک پر بنسټ خپل کار ته دوام ورکوي او پر همدې اساس موږ نړیوال مشروعیت لرو.»
خو سرپرست حکومت وایي، په اوسني وضعیت کې دې ادارې ته هیڅ اړتیا نهشته او له همدې امله دا بنسټ له منځه وړل شوی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «د افغانانو حقونو ته د رسېدو په اړه، اسلامي امارت د اسلامي اصولو له مخې په ډېر ښه ډول رسېدنه کوي؛ نو موږ په هېواد کې د بشري حقونو مسایلو په اړه اندېښنه نهلرو.»
خو له هېواده بهر به د دې کمېسیون فعالیتونه ګټور وي؟
د بشر حقونو په برخه کې د دولت وزارت پخواني مرستیال عبدالاحد فرزام وايي: «د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د فعالیتونو دوام او په افغانستان کې د بشر حقونو مدني بنسټونو دوام یو جدي او بېړنۍ اړتیا ده.»
دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې سرپرست حکومت د یوه مکتوب په خپرولو سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او څلورو نورو بنسټونو اداري او خدماتي تشکیلات له منځه یوړل.
په دې اړه مو اندونه