Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پلازمینه کې د برېښنا له دوامداره پرچاوۍ خلک سر ټکوي

د کابل یو شمېر اوسیدونکي د برېښنا له دوامداره پرچاویو سر ټکوي کوي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې دا ستونزه په بنسټیز ډول حل او د برېښنا د ستنو امنیت ټینګ کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد فیاض په‌دې اړه طلوع‌‌نیوز ته وايي: «په امنیتي سکټورونو غږ کوو چې خپله دنده په سم ډول تر سره کړي، څو پر خلکو برېښنا پرې نه‌شي.»

بل‌خوا د کابل ښار یو شمېر نور اوسېدونکي وايي، د برېښنا مصرف پرتله یې بېلونه څو برابره ډېر راځي.

د کابل اوسېدونکی سید قدیر وايي: «نورو میاشتو کې شپږ یا اووه سوه راتلې. اوس چې د ورځې برېښنا هم نه وي، د شپې اته یا نهه بجې راځي چې هغه وخت موږ ویده یوو او د برېښنا بېل ډېر راځي. ګاز ګران دي، اقتصاد کمزوری دی، خلک بې‌کاره دي او ستونزې ډېرې.»

د افغانستان برښنا شرکت په‌دې اړه و نه غوښتل چې خپل نظر وړاندې کړي، خو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د برنامو پر بنسټ هڅه کوي چې د هېواد د اړتیا وړ برېښنا له کورنیو سرچینو برابره کړي.

د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي خدماتو عمومي رییس محمد عابد انورزی وايي: «اوږ‌مهاله پروژې دي، داسې پروژې نه‌دي چې په یو شپږو میاشتو یا یو کال کې بشپړې شي، د هر بند په جوړېدو کې څلور تر پنځه کلو وخت لګېږي.»

اوس‌مهال د افغانستان له اتیا سلنې ډېره برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېږي او افغانستان یې په بدل کې هر کال له ۲۵۰ مېلیونه ډالرو ډېر لګښت ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه