د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اندېښنې په غبرګون کې وايي، دا اندېښنې له واقعیته لرې دي او زیاتوي، اسلامي امارت د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو او لږکیو د بشري حقونو تامین ته ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همداراز د حجاب مراعتولو فرمان ته هم اشاره شوې او پهکې راغلي چې پر افغان ولس د اسلامي ټولنې د مذهبي او کلتوري عقیدې سره په مخالفت کې هېڅ هم نهدي تحمیل شوي.
پهدې اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د ولسونو دیني ازادۍ ته درناوي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، په ورته وخت کې د نړۍ له هېوادونو څخه توقع لري چې د افغاني ټولنې له عیني واقعیوتو په سم درک سره د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي.»
بهرنیو چارو وزارت د دې علامیې له لارې په افغانستان کې د بانکي او مالي سېسټم د جوړولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوره له پرېکړې هرکلی کوي او یو ځل بیا یې له امریکا غوښتنه کړې له قید و شرط پرته د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
دا خبرې داسې مهال راپورته کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د سهشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اسلامي امارته غوښتنه کړې وه چې له هغه سیاستونو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو انساني حقونه او بنسټیزه خپلواکي اخلي، لاس پر سر شي.
پهدې اعلامیه چې د دې شورا د پنځلس غړیو له لوري خپره شوې، په کلکه د ښځو او نجونو د بشري حقونو مراعتولو د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.
پهدې اعلامیه کې همداراز له اسلامي امارته غوښتنه شوې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزې او د نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له اسلامي امارته یې وغوښتل چې د بشري حقونو پر ستونزو غور وکړي.
ښاغلي بېنېټ وايي وویل په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل: «طالبان پر یوې څلورې کې لاره ولاړ دي. یا به ټولنه باثباته کېږي او هر افغان به له خپلواکۍ او ثباته برخمنېږي او یا به ورځ تر بلې هغوی محدود کړای شي. که د نجونو د ښوونځیو د ژر پرانېستلو، د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو او د خبرو د لارې د اوارېدو او د نارضایتو د پایته رسولو معیارونه برابر شي، ښايي د بېثباتۍ او کړاو خطرونه پایته ورسېږي.»
په دې اړه مو اندونه