د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي چې د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس بشرپاله مرستو ته اړمن دي.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې له هرو دوو تنو د هغوی یو تن د ډوډۍ پيدا کولو لپاره سرګردانه دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان عالي کمېشنري ویلي: «د افغانستان خلک نه شو هېرولی، موږ له زیانمنوونکو کسانو سره مخامخ مرسته کوو، موږ ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، د اوبو پروژې او سړکونه جوړ وو، څو په خپله خوښه د راستنېدونکو کډوالو او بې ځایه شویو لپاره وضعیت برابر کړو.»
بل لور ته د اقتصاد وزارت مرستیال وايي چې د دغه وزارت د شمېرو له مخې هېواد کې د بې وزلۍ کچه ټیټه شوې ده.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وویل:«د خوراکي او سونګ توکو نرخ ثابت ساتل، د اسعارو د بیې ثابت ساتل، د وارداتو او صادراتو زیاتوالی، د کورنیو او بهرنیو پانګونو ځلېدل، د کورنیو او بهرنیو پروژو رامنځته کېدل په هېواد کې د بې وزلۍ د کموالي لپاره د اقتصاد وزارت له پروګرامونو څخه دي.»
د اقتصادي چارو ځینې شنونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې د بې وزلۍ د کمولو لپاره منظمې تګلارې چمتو کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي:«پر بېخ بیاوو باندې باید کره او مشخصه پلان جوړونه چې وکړای شي دندې رامنځته کړي، مختلط اقتصادي نظام رامنځته کول، د بهرني سیاست او اقتصادي سیاست ترمنځ مستقیمه اړیکه رامنځته کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا هم څرګندوي:«که چېرې په هېواد له دې ډېره بې وزلي دوام پیدا کړي کولای شي اقتصادي، سیاسي، ټولنیزې او کورنۍ ستونزې رامنځه کړي.»
په ورته مهال د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د بې وزلۍ د زیاتوالي او کار د نشتوالي له امله یې ستونزې څو برابره زیاتې شوي.
د کابل یو تن اوسېدونکی وايي:«زما اقتصاد د صفر تر کرښې لاندې دی، چلوونکی یم، مازدا موټر لرم؛ خو شل ورځې کېږي چې کار مې نه دی کړی.»
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې وروستی رپوټ ښيي چې په افغانستان کې د سړي سر کلني عواید له ۵۰۰ ډالرو ۳۵۰ ډالرو ته را کم شوي. او په هېواد کې د ملګروملتونو د اړوند بنسټونو له لوري د خوراکي توکو شویو مرستو د بې وزلۍ کچه نه ده راټېټه کړې.
په دې اړه مو اندونه