Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو چارو وزارت له ایرانه د افغان کډوالو د شړلو خبر ورکوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال هرات ته په سفر کې وویل چې له ایرانه د افغان کډوالو راایستل یو ځل بیا زیات شوي دي. 

د شمېرو له مخې د ورځې له دوه تر درې زره افغانان د هرات د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستنېږي.

په راایستل شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او بوډاګان هم شامل دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټی وايي:«له دې وروسته چې اسلامي امارت واک تر لاسه کړ، په ژمني او مني کې کابو شپږ تر اوو لکو افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي او په دې منځ کې ځينې کډوال په اجباري توګه هم له ایران څخه شړل شوي دي.»

نوموړی په ایران کې د افغانانو ځورول د اندېښنې وړ بولي او د دغه هېواد له حکومت غواړي چې د افغان کډوالو په وړاندې تاوتریخوالي کوونکو ته سزا ورکړي.

ښاغلي خروټي زیاته کړه:«له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د ورورلۍ او د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ چې کډوالو ته ورکړل شوي دي کډوالو ته دې درناوی وکړل شي.»

هغه کډوال چې تازه راستانه شوي د ایراني ځواکونو د تاوتریخجنو کړنو شکایت کوي. خو ایران په ځلونو دا خبره رد کړې ده.

د غزني اوسېدونکی داوود وویل:«ځينو ایرانیانو له افغانانو سره بد چلن درلود، کله یې چې لیدل افغانان دي، هغوی یې وهل ټکول.»

ورته مهال په امریکا کې د افغانستان یوه خیریه بنسټ له افغانانو سره د پنځو مېلیونو ډالرو په ارزښت د جامو یوې جوپې مرسته کړې ده.

له ایرانه د افغان کډوالو راایستل په داسې حال کې زیات شوي چې سرپرست حکومت بهر ته په ناقانونه توګه د افغانانو تلل منعه کړي دي او له ایران سره یې د نمیروز پوله د دغو کډوالو پرمخ تړلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه