Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کازاخستان او روسیې ته د هېواد د پیازو د صادراتو د زیاتوالي احتمال

د کرنې او مالدارۍ خونه وایي چې په روان لمریز کال کې به کازاخستان او روسیې ته د افغانستان د پيازو صادارتو کچه لوړه شي.

د دغې خونې په وینا قزاقستان او روسیه د افغانستان د پیازو پېرلو ته لېواله شوي او دمګړۍ د پیازو یو شمېر لېږدونکي موټر منځنۍ اسیا ته د رسېدو لپاره د افغانستان د پولو په لور روان دي.

میرویس حاجي زاده د کرنې او مالدارۍ خونې غړی وايي:«له نېکه مرغه موږ تېر کال د کچالو په برخه کې له منځنۍ اسیا، کازاخستان او ازبیکستان سره او د کازاخستان له لارې روسیې ته ښه صادارت لرل، سږکال هم د روسیې او کازاخستان بازارونه زموږ کرنیزو محصولاتو ته په ځانګړې توګه پیازو ته اړتیا لري.»

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې یاد وزارت د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره نوې کړنلاره چمتو کړې ده.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وویل:«اوس هغه هېوادونه چې تقاضا لري له افغانستانه دې وارد کړي د کرنې وزارت د کار یوه تګلاره جوړه کړې ده چې په کومه اندازه صادر شي چې په هېواد کې هم ناورین رامنځته نه شي او همدارنګه بزګرو ته چې څومره یې مصرف کړي ښه بازار رامنځته شي.»

بل لور ته یو شمېر کروندګر وایي چې باید کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه پیازو ته مناسب بازارونه برابر شي.
 
کروندګر رحیم الله وايي:«له حکومته غواړو چې زموږ د حاصلاتو لپاره بازار رامنځته کړي چې ښه پېر ولرو.»

افغانستان هر کال په زیاته کچه پیاز تولیدوي خو د سړوخونو د نشتون له امله د هېواد دغه محصولات په کمه بیه پلورل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه