Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستو په اعتراض کې کابل کې د ښځو لاریون

ځينو ښځو نن یکشنبې (د غوايي په ۸مه) د نجونو د متوسطو او لېسو ښوونځیو د نه پرانیستو په اعتراض کې لاریون وکړ.

معترضانې ټینګار کوي چې اسلامي مارت باید پر ښځو محدودیتونه لېرې کړي او ژر تر ژره د نجونو متوسطې او لېسې هم پرانیزي.

ځينو ښځو د ډوډۍ، کار او ازادۍ شعارونه هم ورکول.

یوه له اعتراض کوونکو وویل:«په نهو میاشتو کې چې طالبان واک ته رسېدلي دي، ښځې څنډې ته شوې دي؛ د کار حق له موږ څخه اخیستل شوی؛ د زده کړو حق له موږ اخیستل شوی او د ښځو څنډې ته د کېدو په دوام پر ښځو یې اجباري حجاب تحمیل کړی دی.»

یو شمېر دغه اعتراض کوونکې په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي تر هغې یې چې، غوښتنو ته رسېدنه نه وي شوې، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

بله اعتراض کوونکې وايي:«له نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې پر طالبانو فشار راوړي چې ښځې خپلو کارونو ته ستنې شي او نجونې خپلو زده کړو بېرته ستنې شي.»

یوه بله اعتراض کوونکې هم څرګندوي:«زموږ اعتراض تر هغې دوام لري چې خپلو حقونو ته ورسېږو او زموږ غوښتنې دې په بشپړه توګه ومنل شي.»

له زیاتو هڅو سره سره په دې اړه د اسلامي امارت د لیدلوري پر اخیستو بریالي نه شو، خو تر دې مخکې سرپرست حکومت په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکړی و.

یوه زده کوونکې وايي:«له اسلامي امارته غوښتنه دا ده چې موږ ته هم اجازه راکړي چې خپل درسونه ووایوو؛ تحصیل وکړو او د خپلو وروڼو ترڅنګ خپل هېواد جوړ کړو او زموږ هېواد پرمختګ وکړي.»

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د دولتي ادارو ډېری ښځو خپلو دندو ته د تګ اجازه ترلاسه نه کړه او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي او په دې موده کې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت کړنلارې د نړیوالې ټولنې له غبرګونونو سره هم مخ شوي؛ خو اسلامي امارت تل ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه