Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل اوپکتیا کې دخبریالانو او یوه لیکوال نادرکه کېدو ته غبرګونونه

په کابل او پکتیا ولایتونو کې د دوو خبریالانو او یوه لیکوال نادرکه کېدل د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له غبرګون سره مخ شوي دي.

د صبح کابل ورځپاڼې خبریال علي اکبر خیرخواه، په پکتیا کې د ګردیز راډیو مسوول جمال الدین دلدار او د پښتو ژنې لیکوال عماد الدین دوران هغه کسان دي چې د دوی د کورنیو په وینا له څو ورځو راهیسې نادرکه شوي دي.
 
د علي اکبر مور په ژړغوني غږ وايي، شپږ ورځې کېږي چې، زوی یې تادرکه دی او له هغه هېڅ احوال نه لري.

د علي اکبر کورنۍ او همکاران یې ادعا لري چې، هغه په تېره سې شنبه ښار ته د رپوټ جوړولو لپاره تللی و؛ خو له هماغې ورځې راهیسې تری تم دی.

د علي اکبر ورور حسن وايي:«هر امنیتي بنسټ او دیارلسمې، دویمې، درېیمې حوزو ته ولاړو؛ خو هېچا له موږ سره همکاري ونه کړه.»

د صبح کابل ورځپاڼې خبریال عبدالرزاق اختیار بیګ وویل:«په دغې موده کې طالبان تل تکذیب کړې او ویلي یې دي چې موږ ښاغلی خیرخواه نه دی نیولی، خو دې ته په پاملرنې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې ځينې خبریالان نیولي دي، ګومان کېږي چې علي اکبري هم طالبانو نیولی وي.»

د ګردیز غږ راډیو مسوول یو بل خبریال دی چې، د کورنۍ په وینا یې د تېرې سې شنبې په ورځ د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی؛ خو د اسلامي امارت ځواکونو لا تر اوسه د دغه خبریال د نیونې په اړه څه نه دي ویلي.

د جمال الدین دلدار د تره زوی صدیق الله وايي:«موږ تراوسه له هغه کوم احوال نه لرو چې هغه یې ولې په کوم دلیل او چېرته بیولی دی.»

په هېواد کې د یو شمېر خبریالانو لادرکه کېدل د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو اندېښنې راپارولي دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د رهبري پلاوي غړی ګل محمد ګران څرګندوي :«حکومت د رسنیو او د خبریالانو دامنیت د تامین مسوولیت لري او مکلف دی چې په دا ډول پېښو کې هم وضاحت ورکړي او همدارنګه د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
 
په ټولنیزو رسنیو کې د پښتو ژبې د لیکوال او شاعر عماد الدین دوران د لادرکه کېدو په اړه هم یو خبر لاس په لاس کېږي. د هغه کورنۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

له دې ټولو سره سره کورنیو چارو وزارت د لادرکه شویو خبریالانو د برخلیک د مالومولو او د خبریالانو د اړوندو دوسیو په تړاو د خپلو څېړنو له دوامه خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور وویل:«موږ د دغو دوسیو په هکله څېړنې پیل کړې دي؛ هر وخت مو چې کومه نتیجه ترلاسه کړه له تاسو او رسنیو سره به یې شریکه کړو.»

د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په وینا، له نهو میاشتو راهیسې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتيو څه باندې ۱۴۰ پېښې ثبت شوې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه