Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د پانګونې لپاره د پانګوالو په وړاندې خنډونه

په بهر کې یو شمېر مېشت افغان پانګوال بانکي ستونزې او په زده کړو محدودیتونه او نړیوال بندیزونه په افغانستان کې د دوی د پانګونې پر وړاندې ستر خنډونه ګڼي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر له طلوع‎نیوز سره په ځانګړې مرکه کې له نړۍ سره د بانکي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نهو میاشتو له تېرېدو سره تر اوسه د افغانستان بانکي ستونزه نه‎ده حل شوې.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست په دې باور دی چې بانکي ستونزې پر افغانستان تپل شوې دي.

متحده عربي امارت کې د افغان سوداګرو شورا رییس عبیدالله صدرخېل وویل:«بانک د سوداګر لپاره مهم دی چې تراوسه په نهو میاشتو کې د سوداګرو ستونزه حل شوې نه ده.»

د افغانستان د چرګانو د تولید او پروسس د سراسري ټولنې رییس معروف ظفر وايي:«بانکي ستونزې دي، مخکینی حکومت زموږ له شرکتونو څخه کابو یو مېلیارد افغانۍ پوروړی دی او باید دا ستونزه حل شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ډاډ ورکوي چې، ډېر ژر به د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون په اړه یو ښه خبر خپور شي؛ خو په بانکي چارو کې د ستونزو په اړه وايي چې، دغه ستونزه پر افغانستان تحمیل شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل:«هغه لایسنس چې امریکا ویلي پرانیزو یې، او د افغانستان د بانکونو ستونزې حل کوو، تراوسه ستونزه لرو او له دې وروسته چې د اوکراین او روسیې ترمنځ ستونزه رامنځته شوه، د افغانستان ستونزې نورې هم زیاتې شوې.»

په اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس وايي، که چېرې نړۍوال بندیزونه او په کور دننه محدودیتونه لرې شي؛ نو ورسره به د اماراتو په ګډون ډیری بهرني پانګوال د افغانستان په کانونو، انرژۍ او نورو ورته برخو کې پانګونې وکړي.

متحده عربي امارت کې د افغان سوداګرو شورا رییس عبیدالله صدرخېل څرګندوي:«کله چې زموږ نوی حکومت تر بندیز لاندې وي، څوک یې په رسمیت ونه پېژني، د هغه سوداګر هم څوک په رسمیت نه پېژني، د هغه کمپنۍ هم څوک په رسمیت نه پېژني، بهرنۍ کمپنۍ هم معامله نه کوي چې ته د کوم هېواد یې له چا سره معامله کوئ. نوی حکومت باید پر دې کار وکړي چې له نړۍوالې ټولنې سره جوړ جاړی وکړي.»

نورالدین عزیزي هم زیاتوي:«له نړۍ جوړجاړی په خپله نړۍ پورې اړه لري او موږ له هېچا سره ستونزه نه لرو، هغه ژمنه چې اسلامي امارت ورکړې ده، له افغانستانه به هېچا ته زیان نه رسېږي.»

یو شمېر افغان پانګوالو په نورو هېوادونو کې میلیونونه ډالره پانګونې کړې دي.

په اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د معلوماتو له مخې، یو شمېر افغان سواګرو او پانګوالو یوازې په اماراتو کې څه باندې ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه