Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو د پرانیستو کمېټې د فعالیت څرنګوالي نه روښانه کېدل

د اسلامي امارت له خوا د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره د یوې نهه کسیزې کمېټې له جوړېدو یوه اوونۍ تېرېږي؛ خو تراوسه د دغې کمېټې د فعالیتونو څرنګوالی روښانه شوی نه دی.

د اسلامي امارت په ځلونو ویلي دي چې ډېر ژر به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي؛ خو څه باندې ۲۵۶ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه دي تللي.

د اسلامي امارت مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«د ښوونځیو د بېرته پرانیستو موضوع لا هم تر کار لاندې ده، موږ په تمه یوو چې له موږ سره کره او ډېر معلومات شریک کړل شي، چې موږ یې د رسنیو له لارې له خلکو سه شریک کړو. موږ تراوسه په دې هکله کره معلومات نه لرو.»

زده کوونکې نجونې وايي چې په بې صبرۍ سره ښوونځیو ته د تګ په تمه دي.

زده کوونکې سپنا وویل:«یو کال کېږي چې زموږ ښوونځي تړلي دي؛ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ښوونځي بېرته پرانیزي.» 

زده کوونکې خاتمه هم وايي:«یو کال کېږي چې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري؛ له اسلامي امارته غواړو چې اجازه راکړي چې ښوونځي ته ولاړ شوو.»

بل لورته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له یو هندي ټلوېزیون سره په مرکه کې د هېواد په ښوونیزه برخه کې ځنډ د کورونا ویروس خپرېدل یادوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«په ښوونیز سکټور کې ځنډ د کورونا ویروس خپرېدو له امله و او اوس شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ سلنه ټولګي پرانیستي او هلکان د معمول په څېر په زده کړو بوخت دي او نجونې هم تر شپږم ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي، دمګړۍ د هېواد په ښوونیز سکټور کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۹۲ زره ښوونکي په تدریس بوخت دي، ځینې ستونزې به ژر حل شي.»

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده څرګندوي:«لومړی دا چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هکله د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ یو واحد لیدلوری نشته، دویم دا چې دا ډول څرګندونې په واقعیت کې د افغانستان د خلکو په سیاسي شعور او ټولیزه پوه خندېدل دي.»

په وروستیو نهو میاشتو کې د عالمانو شورا، مدنې ټولنې، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه