د نورستان په لوېدیځ، نورګرام ولسوالۍ په یوه ځنګل کې له څو ورځو راهېسې اور لګېدلی دی.
په شنو نښترو پوښلي د نورستان ځنګلونو که په تېرو دوه لسیزو کې د ګاونډ کونړ سره په توپیر خوندي وساتل شو؛ خو تازه په لوېدیځ نورستان، نورګرام ولسوالۍ کې اورلګېدني د دنګو نښترو ځوانۍ د اور خوراک کړې.
دغې اورلګېدنې د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې د ځنګله ډېره برخه سوزولې ده. د سیمې اوسېدونکي له حکومته د دغه اور د وژلو لپاره د مرستې غوښتنه کوي.
د رپوټونو له مخې لا هم په دغه ځنګله کې اور لګېدنه دوام لري او د لاخپرېدو په حال کې دی.
نورستانیان وایي، حکومت دې د اور وژنې لپاره ژر لاس په کار شي تر څو نور ځنګلونه وژغورل شي.
د سیمې اوسېدونکی بشیر الله وايي:«اور لګېدنه ډېره خطرناکه شوې ده؛ نه پوهېږو چې د چا له خوا شوې ده، د دښمن له خوا شوې او که نه.»
د سیمې بل اوسېدونکي غلام محمد هم وویل:«دا ملي پانګه ده باید مخه یې ونیول شي؛ اسلامي امارت باید د دې مخه ونیسي.»
ځایي سرچینې وایي، له تېرو پنځه ورځو راهېسې په شام دره کې، عام خلک او د حکومتي ادارو مسولین د اور د کابو کولو په هڅه کې دي؛ خو لا په بشپړ ډول نه دی کنټرول شوی.
حکومتي مسوولین وایي، سیمې ته د ننګرهار او نورستان د اور وژنې ټیمونه تللي او تمه کېږي چې اور کابو شي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریس سمېع الحق حقبیان څرګنده کړه:«د ننګرهار له اطفایې غوښتل شوي دي چې دلته راشي او له نورستان هم سیمې ته استول شوي دي.»
په نورستان کې د ځنګلونو سوځېدل نوې خبره نه ده څو اونۍ وړاندې، په واما ولسوالۍ او د کونړ په چپه دره کې په ناڅرګند لامل ځنلګونو کې اور لګېدلی و چې وروسته بیا د ځایي، خلکو له خوا مړ شو.