Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو د عدالت غوښتنې ډله: د خبریالانو ملاتړي بنسټونه نه منو

یو شمېر خبریالان چې له څو میاشتو راهیسې یې د هغوی په وینا خبریالانو ته د عدالت غوښتنې ډله جوړه کړې د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وایي، چې له دې وروسته د رسنیو د ملاتړ هېڅ بنسټ په رسمیت نه پېژني.

هغوي ادعا کوي چې د رسنیو دغو ملاتړو بنسټونو نه یوازې د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره کار نه دی کړی، بلکې د خبریالانو له نوم څخه یې ناوړه ګټه هم پورته کړې ده.

د عدالت غوښتنې ډلې غړی مبین احمد موحد وايي:«د خبریالانو د ملاتړ په نامه بنسټ، د خبریالانو نامه ناوړه استفاده کوي.»

د عدالت غوښتنې ډلې غړی محمد رقیب فیاض هم څرګندوي:«دغه د خبریالانو د ملاتړ تر نامه لاندې بنسټونه، اعتبار نه لري، نو خبریالان له اسلامي امارت او د رسنیو په چارو کې له دخیلو سازمانونو غواړي چې دغه بنسټونه د رسنیو د ملاتړو په توګه په رسمیت نه پېژني.»

خبریاله مریم هوتک وايي:«په دې وروستیو کې ښځینه خبریالانې له هر ځایه څنډې ته شړل شوې دي او ډېری یې په کور ناستې دي.»

بل لور ته د رسنیو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو مسوولین د دغه بنسټ د رامنځته کېدو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د خپلواکو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي وویل:«که چېرې خبریالان د افغانستان د ژورنالېستانو ټولنې له کار سره ستونزه لري، د انجمن ټولنه د هغوی پر مخ خلاصه ده.»

د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د فډراسیون د رهبرۍ غړی سید علي اصغر اکبر زاده وايي:«هغه کسان او اشخاص چې تراوسه یې حقوقي او قانوني ځای ګۍ یې معلوم نه دی، د خبریالانو د ملاتړ فعالو بنسټونو د انحلال صلاحیت نه لري.»

دغه خبریالان په دې وروستیو ورځو کې د خبریالانو له بد وضعیته د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ له اسلامي امارته غواړي چې، د رسنیو د سرغړونو کمېسیون چارې ژر تر ژره پیل کړي.

له دې سره سم، د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د رسنیو د سرغړونو کمېسیون به تر راتلونکو څو ورځو خپلې چارې پیل وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد وویل:«د رسنیو د سرغړونو کمېسیون کارونه بشپړ شوي او د دغه کمېسیون د غړو د نومونو د پرېکړې لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوي دي چې ډېر ژر به عملاً په کار پیل وکړي د هغه کړنلار چمتو ده.»

د ویلو ده چې، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ تر نوم لاندې شاوخوا شل بنسټونه فعالیت لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه