کابل وايي، په سیمه کې د امنیت تر ډاډمنېدو پورې به د پاکستان د دولت او په دې هېواد کې د طالبانو د تحریک تر منځ د منځګړي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په تېرو میاشتو کې اسلامي امارت په ځلونو د پاکستاني طالبانو د تحری او د دې هېواد دولتي چارواکو تر منځ منځګړیتوب کړی دی. اسلامي امارت ټینګار کوي چې مثبتو پایلو ته د رسېدو او په سیمه کې د امنیت تامین په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي: «اسلامي امارت د خپلې اصلي او تلپاتې پالیسي له مخې چې په سیمه کې له امنیت او ثبات ملاتړ کوي، د پاکستان دولت او د دې هېواد طالبانو تحریک د منځګړیتوب لپاره هڅه کړې ده او اوس یې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی. د دې تمه شته چې دا هڅې به ښې پایلې ولري.»
کابل ته له قبایلي سیمو له ۵۰ د زیاتو قومي مشرانو تر سفر وروسته په پاکستان کې د طالبانو تحریک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نورو مسایلو تر څنګ د پاکستان له دولته غوښتي چې له قبایلي سیمو خپل پوځیان وباسي.
هغوی د پاکستان له پوځه د خیبر پښتونخوا په ګډون د ټولو قبایلي سیمو د ازادولو غوښتنه هم کړې ده.
په پاکستان کې مېشت خبریال طاهر خان وايي: «دوی د ټولو ۱۰۲ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي، په پخوانیو مذاکراتو کې یې هم یادونه کړې وه چې پهدوی کې د هغوی ځینې مشران هم دي. د دې تر څنګ د هغوی پر خلاف چې کومې قضيې او دوسیې ثبت شوي، د هغوی د بېرته اخیستلو غوښتنه هم کوي.»
که څه هم کابل ته د قبایلي مشرانو د سفر موخه د اسلامي امارت په منځګړیتوب یوه عمومي اوربند ته رسېدل ګڼل شوي، خو پاکستان د څه په لټه کې دی؟
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم یې په اړه وايي: «پاکستان هڅه کوي دې ډلې ته نړیوال اعتبار ورکړي او له همدې لارې پر دې هېواد د بندیزونو د لرې کولو په موخه له نړیوالو سره پرې بحث وکړي.»
بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، په پاکستان کې د طالبانو له تحریک سره دا ډوله خبرې اترې به چې د پوځ په لارښونه تر سره کېږي ګټورې نهوي، ځکه پهدې خبرو اترو کې د قبایلي سیمو د خلکو واقعي استازي نهشته.
په دې اړه مو اندونه