په بلخ کې د میترا خصوصي ټلویزیون ودانۍ په مدرسې اوښتې ده. د پوهنې وزارت سرپرست د دې مدرسې د پرانیستلو په مراسمو کې وایي، اسلامي امارت په هېواد کې دیني زدهکړو ته ځانګړې پاملرنه لري.
د میترا خصوصي تلویزیون له ودانۍ پخوا بېلابېلې تلویزیوني خپرونې خپرېدې، خو اوس تر زرو زیات کسان په دې ودانۍ کې دیني زده کړې کوي او دا مهال د "جهادي مدرسې" په نوم یادېږي.
ورته مهال د بلخ والي وایي، د دې مدرسې په پرانیستلو سره تر زرو زیاتو کسانو ته د دیني زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د بلخ والوي قدرت الله ابو حمزه وايي: «شل کاله چې علماوو او شیخانو مبارزه وکړه، پایله یې همدا ده چې دا ډول مدرسې جوړې شي.»
له رسنیو ملاتړي بنسټونه د دې کار په غبرګون کې وايي چې اسلامي امارت باید د رسنیو ودانۍ مدرسو ته تبدیلې نهکړي.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو فدراسیون غړی احمدیار مجروح پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «د رسنیو د یوه دفتر پر ځای د یوې مدرسې جوړول، د خبریالانو لپاره یو غیر عادلانه پرېکړه ده. له اسلامي امارته غواړو، هغه رسنۍ چې له د نظام له نسکورېدو وروسته تړل شوې، بېرته پرانیزي.»
د بلخ د پونې رییس عبدالجلیل شهید پهدې مراسمو کې وویل: «موږ د بلخ په پنځلس ولسوالیو کې ۷۲۳ مدرسې لرو او له کومې ورځې چې اسلامي امارت راغلی دی، د دې مدرسو په تدریس کې ځنډ نهدی راغلی.»
د پوهنې وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت دیني زدهکړو ته ډېره پاملرنه کوي.
د پوهنې وزارت مرستیال نوالله منیر وايي: «موږ د افغانستان په کچه ۲۰ زره ښوونځي لرو، خو له اسلامي امارت سره چې مدرسې ثبت دي، شمېرې یې زرګونو ته نه رسېږي.»
میترا تلویزیون چې په بلخ ولایت کې له تېرې یوې لسیزې را پهدې خوا فعالیت کاوو، د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یې خپرونې بندې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه