Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سمنگاني: لویې جرګې ته ورته غونډې د جوړولو پر طرحې کار دوام لري

لویې جرګې ته ورته د یوې غونډې د جوړېدو په اړه له څرګندونو وروسته اوس اسلامي امارت وايي، د دې غونډې د جوړېدو پر طرحې کار پیل شوی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنگاني وايي: «د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون په پام کې لري چې د افغانانو یوه غونډه راوبولي چې د هغې پر طرحې تر اوسه پورې کار روان دی او سرلیک او فارمټ څرګند نه‌دی.»

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، تر اوسه څرګنده نه‌ده چې ښځو ته به په یاده غونډه کې د ګډون اجازه ورکړل شي که‌نه؟

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنگاني وايي: «دا له وخت مخکې ده چې دې ناستې د افغانستان له کومو اقشارو او څوک بلل شوي دي.»

له بل لوري ځینې سیاستوال پر دې باور دي چې، سرپرست حکومت باید دغې غونډې ته خپل مخالفان هم راوبولي.

د افغانستان د ملي پیوستون خوځښت مشر سید اسحاق گیلاني وايي: «اول کسان مهم دي چې چا ته په‌کې بلنه ورکړل شوې ده چې دوی باید د افغان ټولنې له ټولو اقشارو څخه وي، هغه ټولو څېرو ته چې د اسلامي امارت موافقې او یا مخالفي دي، باید هغوی ته بلنه ورکړل شي او خبرې یې واروېدل شي.»

د سیاسي چارو کار پوه شهزاده مسعود وايي: «واقعي لویه جرګه هغې ته ویل کېږي چې په هغې کې د افغانستان ټول علما، مشران، مدني فعالان، ښځې او د پوهنتون استادان ګډون وکړي او د خلکو ارارده تثمیل شي.»

تر دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو هم د افغانستان د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د یوې لویې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه