د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، کابل غواړي د نړۍ له هېوادونو په تېره هند سره ډېپلوماټیکې اړیکې ولري.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د هند نیوز-۱۸ ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، اسلامي امارت له هند سره د صادقانه سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو له ټینګولو وروسته له دې هېواد سره دفاعي او پوځي اړیکو ته چمتو دی.
د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي: «هو، موږ د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د لرلو غوښتونکي یوو، خو له پوځي اړیکو مخکې موږ له هند سره د ډېپلوماټیکو اړیکو غوښتونکي یوو او هر کله چې زموږ سیاسي او ډېپلوماټيکې اړیکې ښې شوې؛ له هغې وروسته به دفاعي او پوځي اړیکو ته چمتو شو.»
د تېرې پنجشنبې په ورځ یو هندی پلاوی کابل ته راغی او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې په کتنو کې له کابل سره د ډېیلوماټیکو اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ.
خو پوښتنه دا ده چې، هند د څه په لټه کې دی؟
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي پهدې اړه وايي: «د هند چلند له هغه وخت له چټکتیا غوره کړه چې کله په پاکستان کې د عمران پر ځای د شهباز حکومت ځای ناستی شو. هند داسې احساس کوي چې د شهباز حکومت له کابله ورته ملاتړ نهکوي او له دې تشې غواړي ډېپلوماټیکه پانګهونه وکړي.»
د سیاسي چارو کارپوه ولي فروزان وايي: «هند د افغانانو په زړه کې ځای لري، کولای شي په افغانستان کې نفوذ ولري او د پاکستان د نفوذ مخه ونیسي.»
د دفاع وزارت سرپرست زیاتوي، د افغانستان خاوره به د امریکا او نړۍوال ایتلاف پر وړاندې ونه کارول شي.
نوموړي همداراز د افغان نجونو د زده کړو په اړه وویل چې، هېڅ داسې دستور نه دی ورکړ شوی چې، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شي.
د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد وايي: «پهدې برخه کې هېڅ دستور نهدی ورکړل شوی چې نجونې له زدهکړو پاتې شي. هغوی باید تر بل امر پورې په تمه پاتې شي او د پاتې ښوونځیو د پرانېستې په تړاو کار روان دی او د حجاب په اړه، په افغانستان کې نږدې ۹۹ سلنه ښځې حجاب کوي. دا زموږ د خلکو د عقیدې او کلتور یوه برخه ده او همداراز حجاب یوه اسلامي فریضه هم ده.»
د ویلو ده چې تر دې مخکې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، انس حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له هندي رسنیو سره په جلا-جلا مرکو کې له نوي ډهلي سره د ډېپلوماټيکو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی وو.
په دې اړه مو اندونه