Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: له ګاونډیو سره ښې او نېکې اړیکې لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په هېواد کې د یو شمېر سفارتونو په پرانېستلو سره د نړۍ له هېوادونو سره ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

ښاغلي متقي همداراز په یوې ناسته کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، وویل، اوس د پوهنې په نظام کې کوم محدودیت نه‌شته او په افغانستان کې ۹۰ سلنه ښوونیزې ادارې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستې دي.

د امیرخان متقي په باور، د هرې ورځې په تېرېدو سره د سرپرست حکومت اړیکې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره پراخېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي: «له ټولې نړۍ مو یو بهترین متوازن سیاست پر مخ بوت، نن موږ له یوه ګاونډي سره هېڅ نوع مشکل نه‌لرو. نن مو د شېرخان بند هم ازاد دی، حیرتان بند هم ازاد دی، تورغونډۍ او اسلام کلا ازاده ده، بولدک او تورخم هم ازاد دي او له ټولو سره حسنه روابط لرو. د ټولو لپاره سوکه-سوکه د اقتصاد او اتصال په مرکز بدلېږو، دا زموږ و ستاسې د بهترین سیاست نتیجه ده.»

په دې غونډه کې چې ځینو دولتي ویندویانو او د رسنیزو چارو فعالینو هم ګډون درلود، ښاغلي متقي زیاته کړه: «له موږ مخکې تعلیمي ادارې صفر وې که‌نه؟ د کرونا له وجې ټولې بندې وې، اوس د ذکورو په برخه کې له الف تر یا ټولې فعالې دي، دي که‌ نه‌دي؟ پخوا د حکومت سلطه پر ۳۰ فیصده خاورې وه، نن په سل فیصده خاوره کې زموږ و ستاسې مدارس او مکاتب فعال دي.»

بهرنیو چارو وزارت له افغان سیاستوالو سره د تماس کمېسیون کار ته په نغوتې سره ویلي چې د تېر حکومت ټول چارواکي او نور سیاستوال کولای شي د دې کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستانه شي او په وینا یې اسلامي امارت یې د بشپړ امنیت ساتنې مسوولیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه