Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د احمد شاه بابا کور د نړېدو په حال کې دی

د کندهار ښار د سدوزو په کوڅه کې د افغان امپراتور احمدشاه بابا کور چې درې سوه کاله تاریخي مخینه لري او په بخارايي بڼه جوړ شوی اوس يې ځیني برخي د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

د دې کور د استملاک چاري د تېر حکومت پر مهال بشپړې شوې او تمه وه چې د رغېدو يې چارې هم پیل شي خو تر اوسه پرځای پاته دي.

د کور ساتونکی عبدالهادي وايي:«د تېر حکومت پر مهال، ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې دغه لرغونی ځای د سلام ماڼۍ په توګه بیاورغول شي.»

د تېر حکومت پر مهال ولسمشر غني کندهار ته د سفر پر مهال ژمنه ورکړې وه چې دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ورغول شي.

یو شمېر فرهنګپالان له حکومت څخه غواړي تر څو د دې کور د تخریب مخه ونیسي او د بیارغولو چارې دې یې هم ژر تر ژر پيل شي.

مدني فعال شمس کامران وايي:«زه له اطلاعاتو او کلتور وزارته غواړم چې په جدي توګه د احمد شاه بابا د کور د بیارغونې لپاره ځانګړې کړي او همدارنګه له سوداګرو غواړو چې له اوسني حکومت سره د دغه لرغوني ځای د ساتلو او بیاروغنې په برخه کې همکاري وکړي.» 

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وايي، د احمدشاه بابا د کور د ترمیم په موخه لومړنې سروې شوې او له وزارت سره شریکه شوې چې ممکن به له انکشافي بودیجې څخه یوه برخه ورته ځانګړې شي.

د کندهار د هن او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند وايي:«موږ د دغې سیمې په اړه اسناد چمتو کړي دي او د بیارغونې په موخه مرکزي دولت ته مو استولي دي، هیله ده چې په نږدې راتلوونکي کې په بنسټيزه توګه ورغول شي.»

د تېر حکومت پر مهال ژمنه شوې وه چې د احمدشاه بابا کور به تر استملاک او ترمیم وروسته لومړی په تاریخي موزیم بدل شي او د سیلانیانو پر مخ به پرانیستل شي خو لا هم دغه چارې پر خپل ځای پاته دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه