Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د جګړې د زور اخیستو په هکله د م.م راپور رد کړ

کابل په افغانستان کې د نښتو د احتمالي زیاتوالي په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوی راپور رد وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې د دغه راپور په خلاف په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې وسله والې دلې ځپل شوې دي.
 
انعام الله سمنګاني زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د کومې وسله‎والې ډلې له خوا له کوم بالفعل یا احتمالي ګواښ ره مخ نه دی؛ د افغانستان اسلامي امارت د خپل په څو میاشتني حکومت کې د ټولو بلواګرو او  ترهګرو ډلو په ځپلو بریالی شوی دی او همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې د امنیت د تامین لپاره په جدیت کار کوي.»

د ملګروملتونو کارپوهانو په نوي څېړنیز راپور کې چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړی د اسلامي امارت پر وړاندې احتمالي ګواښونو ته اشاره کړې ده.

پهراپور کې ویل شوي چې ښايي د هوا له ښه کېدو سره د داعش او مقاومت په نامه د یوې جبهې بریدونه زور واخلي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د راپور په یوې برخه کې راغلي دي: «ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښمن دي، طالبان چې د افغانستان ټول کنټرول یې ترلاسه کړی، له القاعدې ډلې سره د اړیکو د ساتلو په حال کې دي او تر ټولو ستر ګواښ چې دوی ته متوجه دی داعش ډله او د تېر حکومت د ځانګړو قطعاتو ځواکونه دي.» 

ورته مهال پخوانی نظامي صادق شینواری هم په دې هکله وايي:«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کارپوهانو وروستۍ څرګندونې د پردې تر شا د طالبانو پر ضد د سیمې او دخیلو هېوادونو استخباراتي راز ښودنه کوي او یو څه روان دي. »

د ملګروملتونو کارپوهان وایي سره له دې چې طالبان د مشروعیت ترلاسه کولو او په رسمیت پیژندلو لپاره هڅې کوي، خو پر ښځو محدودیتونه او د پراخ بنسټه حکومت نه جوړولو پر دغې مسلې منفي اغیز کړی دی.

د نظامي چارو کارپوه اسدالله ندیم څرګندوي:«که چېرې د داعش ستونزې او ګواښونه دي امنیتي تابیاوې دې ونیول شي؛ که چېرې د نورو ډلو له خوا ګواښ دی تراوسه هغوی د مذاکرې دروازه نه ده تړلې باید د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې مسایل حل کړي ځکه چې جګړه په هېڅ وجه د حل لار نه ده.»

د ملګروملتونو د امنیت شورا په راپور کې همداراز راغلي چې داعش او القاعده له ۲۰۲۳ کال مخکې پر نړۍوالو د بریدونو وړتیا نه لري.

کابل د دغه راپور د موندنو په ردولو سره وایي چې اسلامي امارت د هېڅ ډلې له خوا له احتمالي ګواښ سره مخ نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه