د پنجشېر ځايي چارواکي د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د دغه ولایت له ۳۰ تر ۴۰ اوسېدونکو د نیولو پخلی کوي.
د پنجشېر د والي ویاند وايي چې د پنجشېر ولایت مقام او د دغه ولایت د علماوو شورا د دغو کسانو د نیولو د اصلي لامل د څېړنې په حال کې دي او نیول شوي کسان به ډېر ژر ازاد کړل شي.
په وروستیو ورځو کې د پنجشېر د یو شمېر اوسېدونکو د ډلهییزې نیونې په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.
ورته مهال هغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، هم ظاهراً په دغه ولایت کې د یو شمېر کسانو د نیول کېدو ښودنه کوي.
د پنجشېر یو تن اوسېدونکی په دې هکله وايي:«خلک یې راغوښتل چې د ملګرو ملتونو سازمان مرستې دي کله چې یې خلک د مرستو د اخیستو لپاره هلته رابولي نیسي او د انټرنېشنل وسایطو په واسطه یې د پنجشېر زندان ته بیايي.»
د پنجشېر د والي ویاند د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د پنجشیر تر څلويښتو اوسېدونکو نیول کېدل تاییدوي، خو وایي چې دغه کسان د ناسم پوهاوي له امله نیول شوي دي او له پلټنو او ګروېږنو وروسته به بېرته خوشي شي.
د پنجشیر د والي ویاند ابوبکر صدیقي وویل:«هغه رپوټونه چې موږ یې لرو ځينې کسان د اسلامي امارت ځواکونو له خوا د سوی ظن په دلیل نیول شوي دي؛ خو د علماوو شورا او د پنجشېر ولایت مقام په هڅه کې دي او په دې هکله څېړنې روانې دي چې دغه کسان په کوم علت نیول شوي دي.»
بل خوا د نظامي چارو ځينې شنونکي په دې باور دي، چې د ملکیانو نیول کېدل به منفي پایلې ولري.
پخوانی نظامي عزیز ستانکزی هم وايي:«که چېرې په خپله طالبان دا کار کوي او خلک ځوروي خلک اخلي وهي ټکوي، بندي کوي هغه هم په دې نامه چې ستا د تره زوی جنګ کوي او یا ته د فلاني کس د ماما زوی یې ښه کار نه دی، عاقلانه کار نه دی.»
تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د یو شمېر ملکیانو د ربړولو او وژلو ادعاوې خپرې شوې دي، خو اسلامي امارت دغه ادعاوې په وار وار رد کړي دي.