Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ښوونې د بې وزلۍ سیوری؛ افغان ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې

په افغانستان کې ډېریو ماشومانو د بې وزلۍ له امله د زده کړو هیلې پای ته رسوي. دغه ماشومان چې ښوونځي ته د تګ پر ځای، ټوله ورځ په درنو کارونو بوخت دي، په ځانګړې توګه هغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ یوازیني ګټیالي دي.

رویټرز رپوټ ورکړی چې دغه ستونزه په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو لپاره چې د خپلې کورنۍ غړي یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، لا جدي دي.

۱۵ کلن رحمت الله د کابل په یوې څنډه کې د خښتو په بټیو کې کار کوي او په ورځ کې ۳۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

کارګر ماشوم رحمت الله وویل:«د سهار له یوې د ماښام تر شپږو کار کوم چې د ورځې ۳۰۰ افغانۍ (کابو ۴.۳ ډالره) ترلاسه کړم. بله چاره نه لرو، پلار مې د زده ناروغي لري، وخت نه لرم چې مدرسې ته ولاړ شم، ځکه هره ورځ باید سهار یوه بجه کار ته راشم. یو وخت مې هیله لرله چې انجینر یا ډاکټر شم.»

یو شمېر نور ماشومان چې د خښتو په دې بټیو کې کار کوي، د رحمت الله له برخلیک سره مخ دي او اړ دي چې، خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

بل کارګر ماشوم نورمحمد هم وايي:«زه ښوونځي ته تللی وم او غوښتل مې یوه ورځ پوهنتون ته هم ولاړ شم ترڅو استاد شم، خو دغو هیلو ته د رسېدو لپاره پیسې نه لرم، زما راتلوونکی د بې وزلۍ له امله له منځه تللی دی.»

دغه ماشوم چې، برکت الله نومېږي او په لغمان ولایت کې ژوند کوي د کورنۍ ډېری غړي یې د امریکا په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي. دی اوس د درس ویلو پر ځای اړ دی چې، خپل ځان او یوې وړې خور ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

کارګر ماشوم برکت الله څرګندوي:«اوس باید کار وکړم تر هغې چې ښوونځي ته ولاړ شم، خو اوس ځکه چې په کور کې مشر نشته او زه د کور ګټيالی یم، د درس ویلو لپاره فرصت نه لرم.»

دمګړۍ په افغانستان کې د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده. د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د راکمولو لپاره ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«د کورنیو او بهرنیو پانګو جلب او جذب، د بشرپاله مرستو جلب او همدارنګه د اقتصادي ډپيلوماسۍ له لارې د افغانستان د ټرانزیټ پیاوړتیا په هغو کارونو کې دي چې دم ګړۍ زموږ په کاري لومړیتوب کې دي.»

ځينې نور کارګر ماشومان بیا په ازاده فضا کې لومړنۍ زده کړې کوي. دغه درس ځای د یوې نجلۍ له لوري د کارګرو ماشومانو لپاره جوړ شوی او ماشومان له کار وروسته دلته راځي او لیک او لوست زده کوي.

د اقتصاد وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د راکمولو لپاره ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه