په بادغیس کې له شپږم ټولګي پورته یو شمېر نجونې د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. دغه نجونې چې اوس د خیاطۍ په یوه څلور میاشتني پروګرام کې زدهکړې کوي وايي، له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
فایزه تازه د خیاطۍ د زدهکړې یو مرکز کې دا مسلک زده کوي. هغه له مسوولو بنسټونو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د لسم ټولګي زدهکوونکې فایزه وايي: «که ښوونځي نهوي څه ډول درسونه ووایو او خپله راتلونکې جوړه کړو؟ موږ نجونې نه غواړو په کې کېنو، موږ غواړو خپله راتلونکې جوړه کړو.»
له بلې خوا، یو شمېر نورې زدهکوونکې چې پهدې مرکز کې په زدهکړو بوختې دي وايي، د دې راز پروګرامونو تر سره کول د ښځو د اقتصادي پياوړتیا لامل کېږي.
د قلعه نو د نجونو لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکې فاطمه وايي: «په کورناستې پر موږ ډېره اغېز وکړه. موږ غواړو درس ووایوو او هېواد ته خدمت وکړو.»
د معصومې په نوم یوې بلې زدهکوونکې طلوعنیوز ته وویل: «موږ غواړو زموږ ښوونځي بېرته پرانیستل شي او خپل درس او زدهکړو ته لاړ شو. دوه کاله وشول چې درس مو نهدی لوستی.»
له بلې خوا د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو پر څرنګوالي کار کوي، څو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس باز محمد سروري وايي: «پهدې برخه کې هڅې روانې دي چې دې موضوع ته یو میکانیزم جوړ شي، څو هغوی ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.»
دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې د مخکیني حکومت له نسکورېدو وروسته د سرپرست حکومت په راتلو سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي نهدي پرانیستل شوي او لا هم روښانه نهده چې څه وخت به د دوی پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.
په دې اړه مو اندونه