Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دېبرا لاینز: نه غواړو چې په افغانستان کې بانکي نظام کمزوری کړو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې وايي چې ملګري ملتونه او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې بانکي نظام کمزوری شي.

د بانکي نظام پیاوړتیا، افغانستان ته د مرستو برابرول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې او له ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د کتنې مهم مسایل وو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ژمنه کړې چې په افغانستان کې د اقتصاد او خصوصي سکټور د پراختیا لپاره به کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وویل:«مېرمن لاینز الماتا ته د خپل سفر په هکله د بهرنیو چارو وزیر ته څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې یوناما او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې خصوصي سکتور کمزوری شي. مېرمن لاینز همدارنګه ډاډ ورکړ چې خنډونه به د خبرو اترو له لارې حل شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې سوداګر د بانکي ستونزو له امله له نورو هېوادونو نه اومه (خام) توکي نه شي پېرلی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سوداګریز مرستیال خیر الدین مایل وویل:«یوازینۍ ستونزه چې د افغانستان د خلکو او خصوصي سکټور په وړاندې ده د خصوصي او دولتي بانکونو غیر فعال والی دی.»

بل لورته د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي که د هېواد له بانکونو محدودیتونه لېرې نه شي، ښايي په افغانستان کې بانکي نظام له جدي ستونزو سره مخ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی روح الله احمدزی څرګندوي:«نړۍوالې ټولنې هغه بندیزونه یې چې د طالبانو پر حکومت او د افغانستان پر بانکو وضع کړي دي د افغانستان اقتصادي وضعیت لا تر فشار لاندې راولي.»

د اقتصادي چارو د یو شمېر کارپوهانو په اند د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته بانکونو کې د خلکو د شتمنیو او پیسو د اېښودو کچه را ټیټه شوې او د سوداګرو په ګډون ډېری کسان له دولتي او خصوصي بانکونو څخه بهر ته د خپلو پیسو د ایستلو په هڅه کې دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه