Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال طلوع نیوز ته ویلي چې دغه بنسټ افغانستان کې له ۱۹ مېلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره یو اعشاریه دوه مېلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
 
نوموړی وایي چې د روان کال په راتلونکو درېيو مياشتو کې په پام کې لري، چې په افغانستان کې پر لس مېليونو اړمنو خلکو خوراکي او نغدي مرستې ووېشي.
   
د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستیال شاویلي وویل:«د روان کال په جون، جولای او اګست میاشتو کې هره میاشت له شاوخوا لس مېلیونه کسانو سره مرسته کوو او موږ هیله من یوو چې وکړای شو د کال تر پایه خپلو مرستو ته دوام ورکړو. د افغانستان لپاره د نړۍ د خوړو پروګرام ۲/۱ مېلیارده ډالرو ته اړتیا لري څو وکړای شو په افغانستان کې له ۱۹ مېلیونه اړمنو سره مرسته وکړو.»

ورته مهال یو شمېر بې وزله کورنۍ وايي چې دغه مرستې بسندویه نه دي.

له دې ډلې جینا د شپږو ماشومانو مور ده. دا د خپل ژوندانه د هغو ناخوالو او سختیو کیسه کوي چې د خپل زوی پلورلو ته یې اړه کړې ده.

جینا وایي، کله چې یې د کور څېښتن د کور د کرایې د برابرولو لپاره د دې د زوی د پلورلو له کیسې خبر شو، د یوې میاشتې کرایه یې وروبښله. زوی یې مسیح اوس لوی شوی دی، خو کورنۍ یې لاهم له بې وزلۍ کړېږي.
   
هغه زیاتوي:«ډېر وخت کېږي چې د کور کرایه مې پاتې وه؛ زموږ د حویلۍ څېښتن وویل چې بل څوک کېنوو تاسې خو کرایه نه شئ ورکولای له کوره ووځئ؛ خپل زوی مې پلوره؛ د کور کرایه مې نه شوای ورکولای؛ زموږ د پخواني کور څېښتن ډېر ښه سړی و کله یې چې واورېدل د کور کرایه چې اوه اته زره روپۍ کېدې موږ ته یې وبښلې؛ روژه وه هغه یې وبښلې او ځينې مرستې یې هم وکړې.»

له دې ټولو سره سره د خوړو  نړۍوال پروګرام د هېواد په نهو ولایتونو کې د نغدي او خوراکي مرستو د وېش خبره کوي.

د دې بنسټ په وینا دغه مرستې په لاندې ډول وېشل شوې دي:

د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې له ۱۲۰۰۰ نجونو او هلکانو سره، د ارزګان په شهید حساس ولسوالۍ کې له څه باندې ۴۰۰۰ کورنیو سره، د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له ۲۶۰۲ کورنیو سره، د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ له ۴۰۰۹ کورنیو سره، د خوست په صبریو ولسوالۍ کې له ۲۴۵۰ کورنیو سره، د نورستان په پارون کې له څه باندې ۲۰۰۰ کورنیو سره، د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې له ۳۰۰۰ کورنیو سره، د بادغیس په قلعه نو کې له ۶۸۱ کورنیو سره، په بامیان کې له ۵۰ کورنیو سره مرستې شوې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څېړونکي په دې وروستیو کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه کورنۍ خپله وچه ډوډۍ هم نه شي برابرولای.

د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش  حافظي وايي:«بیړنیو او عاجلو مرستو ته اړتیا ده؛ مرستې باید په رڼه او سمه توګه خلکو ته ورسېږي؛ د دغو مرستو د وېش په ډول کې تراوسه روڼتیا نشته او خلک له دغې موضوع شکایت لري چې مرستې ورته نه دي رسېدلي.»

د اقتصادي چارو شنونکی فهیم عباسي هم څرګندوي:«هغه طریقه چې د نړۍوالې ټولنې له خوا مخکې بیول کېږي انډیوالیزم او خپلوي پالل او تبغیض لیدل کېږي او که چېرې د بانکي حسابونو او د حکومت د پېښو ریاستونو له خوا دغه مرستې ووېشل شي د ملګرو ملتونو له لوګو، اغېزمنتیا به یې ډېره وي.»

دا په داسې حال کې ده،چې د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برابر د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، تر هغې چې په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پراخې پانګونې ونه شي، افغانستان به ځان بسیاینې ته ونه رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه