د پروان امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز چاریکار کې يې د داعش ډلې د ناچاودو توکو او وسلو یوې ډیپو ته چاودنه ورکړې ده.
دوی زیاتوي چې د دې ډيپو د ساتلو په تړاو د یوې ښځې په ګډون درې کسان نیول شوي هم دي.
د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي وايي: «پهدې کور کې د هاوان پنځوس مرمۍ، دوه قبضې راکټ او د راکټ پنځوس مرمۍ وې. همداراز د ځانمرګو دوه واسکټونه، یو هینو موټر او درې منه ناچاودي توکي.»
بلخوا د پروان یو شمېر اوسېدونکي وايي، دې ډيپو ته له چاودنې وروسته د سیمې اوسېدونکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
دوی ادعا کوي چې پهدې پېښه کې پینځه تنه ملکی کسان هم ټپیان شوي دي.
یو زیانمن داوود وايي: «پهدې سیمه کې نږدې سل کورنه دي، ښیښې یې ماتې شوي.»
یو شمېر زیانمن کسان وایي، ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام سره دوی د خپلو کورونو د بیارغونې وس نهلري او له حکومته غواړي چې خساره یې ورکړي.
د مایل په نوم یو زیانمن وايي: «خلکو ته ډېر زیات زیان رسېدلی دی، د خلکو د کورونو دروازې او ښیښې ماتې شوې دي.»
یو بل زیانمن حامد وايي: «له حکومته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، څو د کورونو ښيښې مو بیا جوړې کړو.»
که څه هم د پروان ولایت امنیتي مسوولان نیول شوي کسان او ناچاودي توکي او وسلې د داعش ډلې اړوند ګڼي، خو تراوسه داعش ډلې پهدې اړه غبرګون نهدی ښودلی. په چاریکار ښار کې له دې مخکې هم دې ته ورته پېښې شوې دي.