Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر:د اشرف غني له خوا د مېلیونونو ډالرو لېږد ادعاوې حقیقت نه لري

سیګر یا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي په یوه راپور کې د اشرف غني له لوري له هېواد نه د مېلیونونه ډالرو د لېږد په تړاو شوې ادعاوې څېړلې دي.

 د سیګر لومړنۍ موندنې ښيي چې د جمهوریت د سقوط په درشل کې د مخکیني حکومت د ادارو په ځانګړې توګه د ملي امنیت د ریاست لس ګونه مېلیون ډالره پیسې ورکې شوې دي، خو ویل شوي دي، چې ټولې هغه پیسې چې ښاغلي غني له افغانستانه د تګ پرمهال وړې دي، څه باندې ۵۰۰ زره ډالره وې، نه تر دې زیاتې.

د سیګر د راپور په یوې برخه کې راغلي دي:«د مخکیني حکومت یو شمېر جګپوړو چارواکو ویلي چې دغه ۵۰۰ زره ډالره په اشرف غني پورې اړوند وې او ټاکل شوې وه، دغه پیسې پر هغو کسانو ووېشي چې د جګړو له امله بې ځایه شوي وو. خو وایي چې دغه پیسې په ۲۰۱۹  کال کې کله چې ولسمشر په دویم ځل ځان کاندید کړی و، د متحده عربي اماراتو له لوري د ټاکنیز کمپاین لپاره هغه ته ورکړل شوې وې. د یوه هغه کس په وینا، چې له اشرف غني سره په چورلکه کې یوځای و، دوی هر یوه په جیب کې له پنځه تر ۱۰ زرو ډالرو لرل او د مېلیونونو ډالرو ادعا ردوي.» 

سیګر ویلي دي چې دغه رپوټ یې د ارګ د کلیدي کسانو، د ښاغلي غني د سفر د ملګرو او د افغانستان د مخکیني حکومت د امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون له دېرشو پخوانیو افغان چارواکو سره د خبرو پر بنسټ برابر کړی دی.
      
د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد اقبال صافی په دې هکله وايي:«د سیګر د رپوټ پر بنسټ چې ګواکې اشرف غني د تېښتې پر مهال ۱۶۹ مېلیون ډالر نه دي لېږدولي، غني د یوه هېواد پت، عزت او احساسات غلا کړل. هغه داسې غلاوې او شوکې کړې دي چې ۱۶۹ مېلیون ډالره ورته هېڅ دي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ هم څرګندوي:«دغه زبر ځواکونه د خپلو شخصي ګټو او سړو جګړو په پار کولای شي زموږ دېر وطن پرسته کسان بدنامه او هغه کسان چې زموږ د هېواد د ګټو په ضد دي نېک نومه کړي.»

بل خوا سیګر په خپل یوه ۳۳۶ مخیز راپور کې د مخکیني حکومت د پولیس ځواکونو له قانون ماتونې پرده پورته کړې ده.

سیګر لیکلي:«امریکا متحده ایالتونو او متحدانو یې غوښتل چې داسې پولیس وروزي چې په لنډمهال کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او په اوږد مهال کې افغانستان مسلکي پولیس ولري. خو فساد او د بشري حقونو نقض د دې لامل شو چې د خلکو او پولیسو تر منځ واټن رامنځته شي او طالبانو وکړای شول چې له دغې تشې نه په استفادې د ځان په ګټه کار واخلي.»

د  مخکیني حکومت د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي:«موږ د افغانستان د سټراتېژیکې مشرتابه په کچه، د افغانستان په سټراتېژیک مدیریت کې واقعاً ستونزه لرله او دا د بشپړې سیاسي تجربې او د حکومت جوړونې او دولت جوړونې نشتون، بالاخره پایله همدا شوه چې پولیس او په ټول کې نظام سقوط وکړي.»

د سیګر په راپور کې دغه راز راغلي دي چې نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې د پولیس ځواکونو پر تجهیزتمویل او روزنې ۲۱ مېلیارد ډالر لګولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه