Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'زده کړو ته لاسرسی د پرمختګ لپاره یوه جدي اړتیا ده'

د پوهنې وزارت مرستیال په اوسني نظام کې زده کړو ته لاسرسی د پرمختګ لپاره یوه جدي اړتیا ګڼي.

کابل کې په دې ناسته کې چې په اوسني حکومت کې د پوهنې او لوړو زده کړو ننګونې او اړتیاوې و ارزول شوې، د پوهنې وزارت مرستیال د هیواد د زده کړو په نظام کې توازن یوه اړتیا ګڼي.

د نوموړي په وینا افغانستان کې زده کړو ته لاسرسی د هر نارینه او ښځینه حق دی.

د پوهنې وزارت مرستیال شیخ احمد شهید خېل وویل:«علم او معرفت د بشریت لپاره یوه اړینه چاره ده.»

په ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت په جمهوریت نظام کې د لوړو زده کړو د بودجې پر حیف او میل کیدو نیوکه کوي او وایي چې دمګړۍ ډیری پوهنتونونه حتی معیاري درسي ټولګي نه لري.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه څرګنده کړه:«د تېر ولسمشر په فرمان دغه بودیجه له مالیې وزارته د لوړو زده کړو وزارت ته راوړل شوې وه؛ خو د پوځي موخو لپاره استفاده شوې او دا دې لامل شو، تول هغه کارونه چې د زیباوو د پراختیا لپاره جریان درلود، ټول په ټپه ودرېدل.»

بل لورته له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولین وایي په وروستیو نهو میاشتو کې یې د دوه زره روږدو کسانو درملنه کړې ده.

د پوهنې وزارت په داسې حال کې زده کړو ته د نجونو او هلکانو پر لاسرسي ټینګار کوي چې له دوه سوو زیاتې ورځې کیږي، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه