Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت د پولیسو له نوي یونېفورمه مخ کتنه وکړه

د کورنیو چارو د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت د ځواکونو له نوي یونېفورمه مخ کتنه وکړه.

بالاخره له نږدې لسو میاشتو وروسته د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پولیس ځواکونو یونېفورم مشخص شو.

د دغه وزارت مرستیال پر یونېفورم د اسلامي امارت د ځواکونو د سمبالېدو موخه د امنیت ښه ټينګښت او د دغو ځواکونو له نامه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی بولي.
 
د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نورجلال جلالي وویل:«دا د کورنیو چارو وزارت د افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو لپاره ځانګړی یونېفورم دی. او ډېره فایده یې همدا ده چې په دې کې د امنیت د اخلال ګرو مخه ونیولی شي.»
                                   
د کورنیو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي زین الله عابر هم وايي:«د امنیت اکثرا مسایل په یونېفورم پورې تړلي وي خلک دا نه پېژندي چې دا امنیتي چارواکی دی او که دا یو بل څوک دی چې هغه امنیت ګواښي.»

د کورنیو چارو وزارت په وینا، اوس مهال د دغه وزارت شل زره سرتېرو او افسرانو ته یونېفورم چمتو شوی دی.
                                     
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څرګندوي:«د یاد یونېفورم رنګ، د ټوکر نوعیت د افغانستان طبعي موسم ته په کتلو سره کاملاً د یوه مسلکي کاري کمېسیون له لوري ترسره شوی دی او د ګنډلو او اکمال چاري یې د یوه افغاني شرکت له لوري په کور دننه ترسره شوي دي.»
                                          
امنیتي سرتېری حامد وايي:«نن موږ ډېر خوشحاله یوو چې بېرته مو دغه یونېفورم چې د خلکو په خدمت کې واوسو او تل د یوه خدمت کوونکي په توګه د خپلو خلکو په خدمت کې واوسو، او دا یونېفورم مو بیاځلې واغوست او هیله ده چې خلک بیا له موږ هرکلی وکړي.»

د نظامي چارو ځيني شنونکي هم د امنیتي ځواکونو یونېفورم لرل د هغوی نظامي هویت ګڼي او وایي چې باید ناوړه ګټه ترې وانه خیستل شي.
                                        
د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي:«په هره کچه چې وسله وال ځواک په یونېفورم سمبال شي ښه ده. او د دې مخنیوی دې وشي چې سرتېري او افسران دې له یونېفورم څخه پرته له خپلې قطعې بر نه شي او یا هم له یونېفورم پرته خپله دنده او عملیات ترسره کړي، دا بیا په تولنه کې خلکو ته یو ډول اندېښنه او تشویش زېږوي.»

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د نویو ځواکونو د یونېفورم پر جوړېدو د مخکیني حکومت د پولیسو تر یونېفورمه ۷۵ سلنه کم لګښت راغلی دی.

تر دې وړاندې هېوادوالو په وار وار د اسلامي امارت د ځواکونو د یونېفورم پر نه مشخص کېدو نیوکې کړې وې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه