د ملکي خدمتونو د ښځینه کارکوونکو اجماع د پنجشنبې په ورځ له دولتي ادارو نه د مېرمنو د لېرې کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ.
دغه مېرمنې وایي، سره له دې چې د سرپرست حکومت مسوولانو په ځلونو ویلي دي چې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار د دوام په تړاو پرېکړه کوي، خو تراوسه له بې برخلیکۍ سره مخ دي.
د ملکي خدمتونو کارکوونکې سمیرا عظیمي وايي: «هغه ښځې چې تنقیص شوي او یا یې پر بستونو نارینه کار کوي، نه دا چې هېڅ کار ته نه غوښتل کېږي، بلکې د معاشونو د ورکړې هیله هم هېڅ نهشته.»
د دغو مېرمنو په وینا، لس میاشتې کیږي،چې خپلو کارځایونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوی او له ډيرو ستونزو سره مخ دي.
د ملکي خدمتونو کارکوونکې فایقه جاوید وايي: «موږ غواړو د شرعي حقونو په خوندیتوب سره خپلو دندو ته ستنې شو.»
د نجونو د متوسطو او لېسو پرانېستل د دغو مېرمنو یوه بله غوښتنه ده.
د ملکي خدمتونو ښځو ټولنې رییسه نادره رشيدي وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي، که خلاص نه شي، اړی یوو چې نجونې مو له هېواده بهر ولېږدوو.»
خو سرپرست حکومت په دې تړاو څه نظر لري؟
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت په لټه کې دی چې ټولو کسانو ته چې کار ته اړتیا لري، له بېلابېلو لارو ورته د کار زمینه برابره کړي، څو د ټولنې د ټولو خلکو او د ښځو او سړیو ستونزې حل شي.»
د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته،د دولتي ادارو ډيری ښځينه کارکوونکو ته خپلو کارځایونو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او یو شمېر یې له دندو لېرې شوې هم دي. خو اسلامي امارت ویلي دي،چې د ښځينه دولتي کارکوونکو معاشونه په خپلو کورونو کې ورکول کیږي، خو څرګنده نه ده چې دغه بهیر به تر کله دوام ولري.
په دې اړه مو اندونه