Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د همکارۍ د دوام په هکله د قطر امیر د سلاکار ژمنه

د قطر امیر سلاکار د د ریاست الورزا له لومړي مرستیال سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه قطري پلاوي کابل ته په خپل سفر کې د رییس الوزرا له لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست ملا خیرالله خیرخواه سره لیدلي دي.

دغه قطري چارواکي له ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ژمنه کړې چې، هېواد به یې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو په برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د قطر د امیر سلاکار محمد المسند وویل:«دمګړۍ په افغانستان کې امنیت ډاډمن شوی. خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او اوس د دې وخت رارسېدلی چې، د افغانستان واقعي تصویر نړۍوالو ته وښودل شي.»

ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې له قطره غوښتي چې، په هېواد کې د بندونو د جوړونې، د کانونو د راوېستنې او د برېښنا د تولید په برخو کې پانګونې وکړي.

د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، په دې برخو کې د قطر پانګونې کولی شي په هېواد کې د بې وزلۍ کچه راټيته کړي او د حکومت عواید هم ډېر شي.

د اقتصادي چارو کارپوه آذرخش حافظي وايي:«که چېرې په سمه توګه کانونه استخراج شي او سم حقوقي بنسټونه ولرو او د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیول شوي؛ او بیړه په کې ونه شي افغانستان کولای شي له بې وزلۍ وژغورل شي او په مېلیونونه د کار ځای پیدا شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه حمیدالله یلاني هم څرګندوي:«د افغانستان د اوبو او کانونو په سکټور کې پانګونه چندان نه ده شوې او د بهرنیو او کورنیو پانګوالو لپاره ښه او طلايي فرصت دی او دا ډول پانګونې کولای شي د دندو لپاره ګڼې موکې رامنځته کړي.»

له بل لوري د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ غونډه کې مالیې، مخابراتو او کانونو او پټرولیم وزارتونو ته لارښوونه شوې چې، د کانونو د راویستنې پر قانون بیا کتنه وکړي.

د کانونو او صنایعو خونه پر دغه قانون بیا کتنه د بهرنیو پانګو د راجلبولو په برخه کې ګټور ګڼي.

د کابل د کانونو او صنایعو خونې رییس محمد کریم عظیمي څرګندوي:«د هېواد په کانونو د بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه د قطري پانګوالو لېوالتیا فوق العاده اهمیت لري. په دې شرط چې په نویو قوانینو کې ډېره ګټه او ډېر تمرکز کورنیو پانګونې ته هم وشي.»

یوه اماراتي شرکت ته د هېواد د ځینو هوايي ډګرونو د خدماتي چارو له سپارل کېدو وروسته دا افغانستان ته د قطر د یوه لوړ پوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له قطره غوښتي چې، له افغانستان سره د پانګونې، اقتصادي پراختیا، بشري مرستو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې مرستې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه