Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت هېواد کې د بې ګناه کسانو وژل او بشري حقونو نقض ردوي

کابل د بې ګناه خلکو د وژلو او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د بشري حقونو د څار ادارې ادعاوې ردوي.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د وګړو حقوق تر بل هر وخت ډېر خوندي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان تر دې وړاندې اسلامي امارت په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړی وو او د اوسنيو حکومتي چارواکو د سفر د بندیز په ګډون یې د لا زیاتو فشارونو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سازمان او بشري حقونو بنسټه غواړي چې د اسلامي امارت پر ضد بې بنسټه تبلیغاتو ته غوږ نه شي او په افغانستان کې موجوده حقایق په پام کې ونیسي او ومني. چې بشري حقونه د تېرو شلو کلونو پرتله تامین دي.»

بشري حقونو څار بنسټ د ۵شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو پر سفرونو د بندیزونو د لګول کېدو غوښتنه وکړه.

دغه بنسټ له ملګرو ملتونو همداراز غوښتي چې، په افغانستان کې د بشري حقونو له نقض شویو پېښو سره د سرپرست حکومت د ځینو چارواکو د سفرونو معافیت ته د پای ټکی کېږدي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله وايي، پر اسلامي امارت د نړۍوالو فشارونه به وکولی شي چې، په افغانستان کې بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه بېرته اعاده کړي او ورسره به په دغه هېواد کې انساني ناورین هم پایته ورسېږي.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هیډربار وايي:«د طالبانو د ۱۴ مشرانو د سفرونو معافیت په روانې میاشت کې پایته رسېږي. په دې وخت کې موږ نه یوازې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړو چې، دغه معافیت ته د پای ټکی کېږدي؛ بلکې د ځينو نورو چارواکو لکه د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر او د طالبانو پر رهبر هبت الله اخندزاده چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ پر وړاندې خنډ دي، پر سفرونو هم بندیز ولګوي. له دې سربېره، موږ د ملګرو ملتونو له سرمنشي غواړو چې، د بشري حقونو پر وضعیت په تمرکز سره افغانستان ته ولاړ شي.» 

له بل لوري ټاکل شوې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په تړاو په روانه زیږدیزه میاشت کې یوه غونډه راوبولي.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۹ کال کې د اسلامي امارت د ځینو مشرانو پر سفرونو بندیز ولګاوه؛ خو دغه سازمان بیا شاوخوا درې کاله مخکې د دوحې د خبرو له پیل سره سم، دغه بندیزونه وځنډول.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه