Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله له ۴۳ ورځو وروسته کابل ته راستون شو

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هند ته له ۴۳ ورځني سفر وروسته نن (شنبې د غبرګولي په ۲۱مه) بېرته کابل ته راغی.

ښاغلي عبدالله هند ته د خپل سفر موخه له خپلې کورنۍ سره لیدنه بللې ده.

نوموړي همدارنګه د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي دي هیله لرو چې د افغانستان ټول خلک په خپل هېواد کې په ارامۍ، عدالت او په یوه ښه چاپېریال کې ژوند وکړای شي.

هغه د سرپرست حکومت له چاروکو وغوښتل چې په دې برخه کې هڅې وکړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هغه مشران دي چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته په هېواد کې پاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې هېواد ته د تېر حکومت د چارواکو او سیاستوالو د راستنېدو په موخه له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړ کړی دی.

له دې مخکې د دغه کمېسیون ویاند ویلي و چې د تېر حکومت د ځينو وزیرانو په ګډون یو ګڼ شمېر سیاسي څېرو د دغه کمېسیون اړیکو ته مثبت ځواب ورکړی دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه