Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سړک غاړې نندارتون له جوړولو سره د کتاب نړۍوالې اوونۍ لمانځنه

ځينې ځوانانو د کتاب د نړۍوالې اوونۍ د لمانځنې او د مطالعې د دودولو لپاره په کابل کې د سړک غاړې ته نندارتون جوړ کړی دی.

د نندارتون جوړونکي وايي چې هغوی کابو دوه زره ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته اېښي دي چې ځوانان کتاب لوستلو ته وهڅوي.

د نندارتون بل جوړونکی خلیل الله ناصري هم وايي:«دلته په نندارتون کې دوه زره ټوکه علمي، فلسفي، څېړنیز او د ټولو علومو اثار لرو.»  

د دغه نندارتون جوړونکی عبدالباقي ایوبي وايي:«که څه هم د کتاب له اوونۍ وخت تېر شوی؛ خو موږ په دغې پلمه وغوښتل چې ځوانان مطالعې او کتاب لوستلو ته مخه کړي.»

کتاب پلورونکی محب الله د کتاب او د کتاب لوستلو د ارزښت په هکله وویل:«کتاب یوازینۍ لار ده چې له ټولنیزو ناپوهیو او دا چې په ځان کې بدبختیانې لرو، له منځه یوسو او د کتاب په واسطه وکړای شو خپل وطن اباد کړو او خپل هېواد ته خدمت وکړو.»

ورته مهال يو شمېر سيلانيان د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کتاب لوستلو کلتور د پراختیا لپاره ګټور ګڼي.

د دغه نندارتون لیدونکي په اوسنیو شرایطو او د کتاب لوستلو د دودېدو په پار د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل اغېزناک ګڼي.

ننداره چي حلیمه وايي:«پر نجونو محدودیتونه زیات شوي دي او هیله لرو چې د دا ډول نندارتونونو جوړېدل زیات شي چې وکړای شو ځوانانو ته ډېر انګېزې وړاندې کړو.»

بله ننداره چي هیلۍ هم څرګندوي:«د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده، که چېرې ننداره وکړو یوازې یې ګورو، خو مطالعه کوو یې نه او کتاب نه پېرو. ښېګنه په دې کې ده، د دې ترڅنګ چې نندارتون جوړېږي، کتاب هم مطالعه کړو او وې پېرو. او دولت یې هم ملاتړ وکړي.» 

دغه نندارتون به د درېیو ورځو لپاره د ننداره چیانو پر مخ پرانیستی وي.

اقتصادي ننګونو او په خواله رسنیو کې د ځوانانو ډېره بوختیا هغه لاملونه ګڼل کېږي چې، په هېواد کې ورسره د کتاب لوستلو کچه راټيټه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه