Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عراق له یوه پوهنتونه د افغانستان د امریکايي پوهنتون د زده کړیالانو فراغت

د افغانستان د امریکايي پوهنتون ځينې زده کړیالان په عراق کې د سلیمانیه امریکايي پوهنتونه فارغ شول.

دغه زده کړیالان چې شمېر یې ۳۲ تنو ته رسېږي، په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته د افغانستان له امریکايي پوهنتونه د اعراق امریکايي پوهنتون ته ولېږدول شول. 

دغه زده کړیالان د حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټرساینس او سوداګرۍ او ادارې له پوهنځیو فارغ شوي دي.

عراق کې د سلیماني امریکايي پوهنتون رییس بروس فیرګوسن وايي:«۳۲ افغان زده کړیالان نن خپل د فراغت سندونه ترلاسه کوي. ۱۰ میاشتې مخکې دغو محصلینو خپل ټول شیان له لاسه ورکړي وو. موږ په څو ورځو کې له یوې پیاوړې ډلې سره په همکارۍ وکولی شول دوی ته د تحصیل د دوام زمینه برابره کړو.»

د عربي متحده اماراتو د ملي ورځپانې رییس مینا ال اوربي څرګندوي:«زه د تاسو درد احساسوم او د افغانستان خلکو ته د دایمي سولې او سوکالۍ هیله کوم. له تاسو هر یو د ویلو لپاره کیسې لرۍ؛ خو تحصیل ته د تاسو ژمنتیا تاسو دې ته اړ کړۍ چې، دلته راشئ.»

له بل لوري یو شمېر فارغ شوي محصلین د هغه څه له امله چې، خپله ناروښانه راتلونکې ګڼي، اندېښمن دي.

شکیلا محمدي وايي:«کله چې، طالبان واک ته ورسېدل، ما داسې فکر وکړ چې، زما تحصیل او راتلونکې په سیند لاهو شول. خو په عراق کې امریکايي پوهنتون ته په راتګ سره دا هیله راکړل شوه چې، خپلې زده کړې سرته ورسوم او خپله راتلونکې تضمین کړم.»

عصمت الله سهاک وویل:«موږ له هغو کسانو مننه کوو چې، موږ ته یې داسې یو فرصت برابر کړ. کله چې، له افغانستانه راوتلو؛ نو ښه احساس مو نه درلود او پر دې هم نه پوهېږو چې، کله به بېرته خپل هېواد ته ستانه شو.»

له دې سره سم، د عراق ولسمشر هم په دې مراسمو کې ګډون کړی او افغان زده کړیالانو ته یې د فراغت په پار له مبارک ویلو سربېره په افغانستان کې یې پر دایمي سولې او سوکالۍ ټینګار وکړ.

د عراق ولسمشر برهام صالح څرګنده کړه:«له افغانستانه زموږ اولادونه چې، له موږ سره یو ځای شوي یاست، د تاسو فراغت دې مبارک وي. موږ پر تاسو ویاړو او هیله من یوو چې، یو ازاد، سوکاله او امن افغانستان وګورو.»

د ویلو ده چې، واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون څه باندې نیمايي محصلین عراق، کردستان، قرغیزستان او ځینې یې امریکا ته ولېږدول شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه