Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د نړۍوال بانک ۱۵۰ مېلیون ډالري مرسته

نړۍوال بانک په کلیوالو سیمو کې اړو کسانو ته د خوراکي توکو برابرولو او اوبیزو سرچینو ته د بزګرانو د لاسرسي په موخه له افغاستان سره ۱۵۰ مېلیون ډالري مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، له دې پروژې به په کلیوالو سیمو کې شاوخوا دوه مېلیونه خلک برخمن شي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې څانګې ویلي چې دا پیسې له افغانستان سره د یاد بنسټ د ۱۹۵ میلیون ډالرو مرستې یوه برخه ده او کروندګر به په دې مرستې سره وکړای شي لا ډير غنم تولید کړي چې ګټه به یې د ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې پورې له دوه میلیونه زیاتو کسانو ته ورسیږي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې څانګې رییس کیو دونګیو:«دا په افغانستان کې د بې وزله کروندګرو لپاره یوه تاریخي شیبه ده او له یو پېښېدونکي ناورین څخه د مخنیوي او د زیانمنونکو کسانو په ژوند کې د واقعي بدلونونو د رامنځته کولو لپاره زموږ د ګډو هڅو د عطف ټکی دی.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د کرنې برخه کې د نړۍوالې ټولنې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي:«په نورمالو کلونو کې موږ له بهره هېواد ته یو تر یونیمو مېلیونو ټنو غنم واردول او په هغو کلونو کې چې وچکاله دي دوه تر دوه نیمو مېلیونو ټنو هم وارد وو.»

بلخوا د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي زاده څرګندوي:«اسلامي امارت ته زموږ وړاندیز دا دی چې پیسې باید د افغانستان پر بېخ بیاوو ولګوي چې د هېواد بزګر وکړای شي د للمي غنمو ځمکې اوبیزې کړي.»

د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د نړۍوال بانک د دغې مرستې هرکلی کوي او د کروندګرو د اقتصاد په وده کې یې مهمه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه