Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د معاش نه ورکړې له امله د سترې محکمې د کارکوونکو لاریون

د سترې محکمې ځينو کارکوونکو نن چهارشنبې (د غبرګولي په ۲۵مه) کابل کې په یوې اعتراضي غونډه کې د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله شکایت وکړ.

لاریون کوونکي چې ډېری یې مېرمنې دي، وايي لس میاشت کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي او له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

یوه لاریون کوونکې وايي:«له هغه وخته چې امارت راغلی، موږ بې برخلیکه یوو او کله چې د خپلو ستونزو د حل لپاره محکمې ته مراجعه کوو، د دغې ادارې د چارواکو له ډېر بد چلن سره مخ کېږو.»

بله لاریون واله هم څرګندوي:«چارواکي اصلاً موږ ته ځواب نه راکوي چې موږ په کوم علت منفک شوي یوو. او دلته معاش نه درکول کېږي.»

یوه بله مېرمن چې ادعا کوي کلونه یې په دغې اداره کې کار کړی  د تنخوا د نه ورکړې له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي:«موږ د کور کرایه ورکوو. زموږ اولادونه محصل دي او کاری ګر نه لرو.»

د سترې محکمې اداري کارکونکی عزیز احمد هم له ورته ستونزې سر ټکوي:«په کور کې بې کاره یوو، کوم بل کار او بوختیا نه لرو، نه کراچۍ شته او نه هم کوم بل څيز. دوی هم موږ ته هېڅ اجازه نه راکوي چې بیا په محکمه کې کار وکړو، نو څه وکړو؟»
عزیز الله

ورته مهال اسلامي امارت وايي هڅه کوي چې ژر تر ژره د دغو لاریون کوونکو ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«هغه ادارې چې فعالیتونه یې درول شوي دي او کار یې له منځه تللی دی او د هغو کسانو چې دندې یې له لاسه ورکړې دي، اسلامي امارت په دې هکله په عمومي توګه کار کوي چې ستونزې یې حل شي.»

د دغو لاریون کوونکو په وینا د سترې محکمې د پخوانیو اداري کارکوونکو شمېر له ۴۰۰ زیات دی خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته دوی ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه