Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: شونې ده روسیه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي دي شونې ده چې مسکو د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني؛ خو د رسمیت پېژندلو لپاره لومړنی ګام، د پراخ بنسټه سیاسي حکومت جوړېدل دي.

ښاغلی کابلوف زیاتوي چې مسکو به د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو د امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو لار تعقیب نه کړي او کېدای شي، دغه حکومت په رسمیت وپېژني.
 
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي:«داسې احتمال شته، د دې چارې شرایط د روسیې ولسمشر او دغه راز د بهرنیو چارو وزیر ټاکلي دي. په دې برخه کې لومړی ګام د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل دي. موږ دا خبره خپلو افغان شریکانو ته کړې ده.»

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې ایران ته تللی دی، په تهران کې له خپل ایراني سیال سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وايي، چې اسلام آباد په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښمن دی. هغه وایي چې سرپرست حکومت باید د ټولګډونوالي پر لور ګامونه واخلي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څرګندوي:«زموږ ګټې د افغانستان په سولې او ټيکاو کې دي. په دغو حساسو شرایطو کې باید د افغانستان ملاتړ وشي او د دغه هېواد د پیسو زیرمې آزادې شي. سرپرست حکومت باید د ټولګډونوالي پر لور ولاړ شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبازره کې جدي ګامونه واخلي.»

بل خوا کابل د مسکو تازه څرګندونې ستایي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وویل:«موږ د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره د ښاغلي کابلو له څرګندونو هرکلی کوو. د افغانستان اسلامي امارت پر هغه څه چې تل یې ټينګار لرلی دی له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د روسې له فډراسیون سره د رسمي تعامل غوښتونکی دی او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل دپیل لپاره باید غیر اړین څيزونه خنډ نه شي.» 

دغه خبرې په داسې حال کې څرګندېږي چې تر اوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو تر دې وړاندې کابل ویلي چې د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر په خاموشانه ډول روان دی.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې ایران ته تللی دی، په تهران کې له خپل ایراني سیال سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وايي، چې اسلام آباد په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښمن دی.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ویلي دي شونې ده چې مسکو د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني؛ خو د رسمیت پېژندلو لپاره لومړنی ګام، د پراخ بنسټه سیاسي حکومت جوړېدل دي.

ښاغلی کابلوف زیاتوي چې مسکو به د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو د امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو لار تعقیب نه کړي او کېدای شي، دغه حکومت په رسمیت وپېژني.
 
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي:«داسې احتمال شته، د دې چارې شرایط د روسیې ولسمشر او دغه راز د بهرنیو چارو وزیر ټاکلي دي. په دې برخه کې لومړی ګام د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل دي. موږ دا خبره خپلو افغان شریکانو ته کړې ده.»

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې ایران ته تللی دی، په تهران کې له خپل ایراني سیال سره په یوې ګډې خبري غونډه کې وايي، چې اسلام آباد په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښمن دی. هغه وایي چې سرپرست حکومت باید د ټولګډونوالي پر لور ګامونه واخلي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څرګندوي:«زموږ ګټې د افغانستان په سولې او ټيکاو کې دي. په دغو حساسو شرایطو کې باید د افغانستان ملاتړ وشي او د دغه هېواد د پیسو زیرمې آزادې شي. سرپرست حکومت باید د ټولګډونوالي پر لور ولاړ شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبازره کې جدي ګامونه واخلي.»

بل خوا کابل د مسکو تازه څرګندونې ستایي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وویل:«موږ د افغانستان د رسمیت پېژندلو لپاره د ښاغلي کابلو له څرګندونو هرکلی کوو. د افغانستان اسلامي امارت پر هغه څه چې تل یې ټينګار لرلی دی له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د روسې له فډراسیون سره د رسمي تعامل غوښتونکی دی او د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل دپیل لپاره باید غیر اړین څيزونه خنډ نه شي.» 

دغه خبرې په داسې حال کې څرګندېږي چې تر اوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو تر دې وړاندې کابل ویلي چې د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر په خاموشانه ډول روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه