Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو د نه پرانسیتو په تړاو د م.م سازمان د یوې چارواکې اندېښنه

په افغانستان کې د متوسطو او لېسو دورو د نجونو د زده کړو د ناروښانه برخلیک په دوام، د ملګرو ملتونو سازمان یوه چارواکې چې دغه هېواد ته راغلې ده، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو په هکله اندېښمنه ده.

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله په هرات کې له یوه ښوونځي د لیدنې پرمهال یوځل بیا په افغانستان کې د نجونو د متوسطو او لېسو پر نه پرانیستل کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي دم ګړۍ مېلیونه ماشومان چې ډېری یې نجونې دي له زده کړو بې برخې پاتې دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله کلي کلیمنټس وايي:«نړۍواله ټولنه افغانان له پامه نه شي غورځولی. ټول باید د بشري حقونو د ښه کولو، کرامت او ټولګډونوالي لپاره کار وکړو. لاهم سختې اړتیاوې شته او موږ مسوولیت لرو چې هغو مېلیونونه افغانانو ته چې د راتلونکې د کیسې د لیکلو په لټه کې دي، هیله ورکړو.»

ورته مهال، ځينې زده کوونکې نجونې، د علم زده کړه له خپلو بنسټيزو حقونو ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

زده کوونکې ریحانه نوري وايي:«دا بې عدالتي ده چې موږ ته اجازه نه راکوي چې درس ووایوو. قران او د خدای پیغمبر (ص) علم یې پر موږ فرض کړی دی.»

زده کوونکې سمیرا هم څرګندوي:«زه دلته راغلې یم چې درس ووایم او زده کړې وکړم. زده کړې زما حق دی او هېڅکله له درس ویلو لاس په سر کېږم نه.»

د یوه ښوونیز مرکز مسوولان چې د څه باندې ۳۰۰ ښځینه زده کوونکو لپاره یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده، وايي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو سره، دوی پرېکړه وکړه چې دغه ښوونیز مرکز جوړ کړي.
 
د ښوونیز مرکز ښوونکې وحیده وايي:«په بېلابېلو برخو کې کابو ۳۱۳ زده کوونکي لرو، لکه د ښوونځي درسونه، میناتوري، خیاطي او نور.... دلته درس ورکول کېږي او هغې چې د اسلامي امارت حکومت راغلی دی، زموږ د زده کوونکو شمېر زیات دی.»

په افغانستان کې د نجونو د متوسطو او لېسو له تړل کېدو ۲۷۰ ورځې تېرېږي. تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي وو، چې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو پر طرحه کار کوي، خو څرګنده نه ده، چې دغه طرحه به کله بشپړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه