Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د منځني ختیځ هېوادونو تر منځ پر تعامل جوړولو د محمود احمدي نژاد ټینګار

د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي د افغانستان په ګډون د منځني ختیځ هېوادونو تر منځ د تعامل او نیکو اړیکو په درلودلو ټینګار کوي.

ښاغلی احمدي نژاد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، د نورو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره د منځني ختیځ هېوادونه ښې اړېکې یوه اړتیا ده.

د ایران پخوانی ولسمشر  محمود احمدي نژاد زیاتوي: «زه فکر کوم چې په سیمه کې ټول لاس په لاس شو په ورورولۍ سره له یو بل سره مرسته وکړو، صادقانه ملګري شو او سیمه جوړه کړو او له سیمې یو ځای دفاع وکړو که هغه اقتصادي او سیاسي وي. له دې پرته بله لاره نه‌شته.»

محمود احمدي نژاد د افغانستان پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو نیوکه کوي او وایي، د نړۍ یو شمېر هېوادونه افغانستان ته د تیارې ګولې په سترګه ګوري.

د ایران پخوانی ولسمشر  محمود احمدي نژاد وايي: ستر هېوادونه افغانستان ته د ښکار په نظر ګوري او پر سر یې معامله کوي. یانې پر افغانستان معامله ډېره ښکاره او واضع ده.»

بل‌خوا احمدي نژاد د هغه تفاهم خبره کوي چې د ده په باور له مخې یې ټاکل شوې وه، روسیه اوکرایین ونیسي، چین پر تایون یرغل وکړي او امریکا متحده ایالتونه پر ایران برید وکړي.

د ایران پخوانی ولسمشر  محمود احمدي نژاد وايي: «ټاکل شوې وه روسیه پر اوکراین برید وکړي او د پوتین په خبره پخوانی شوروي جوړ کړي او پخواني ځایونه بېرته ونیسي. چین هم لاړ شي تایوان ونیسي او امریکا هم ایران.»

محمود احمدي نژاد دغه راز په‌دې مرکه کې وایي چې په افغانستان کې د اتیا مېلیارډ ډالرو په ارزښت د امریکا متحده ایالتونو پوځي تجهیزات د کورنیو  جګړو او یا هم له ګاونډیو هېوادونو سره د جګړې لپاره پرېښودل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه