د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ وايي، اوسنی حکومت په افغانستان کې د نجونو ښوونځینو د برخلیک په اړه هېڅ روښانه ځواب نهلري.
ریچاډ بېنېټ له طلوع نیوز سره په مرکه کې له زدهکړو څخه د نجونو لېرې والی خواشینوونکی ګڼي او زیاتوي چې دا وضعیت به له افغانستان سره د نړۍ پر تعامل منفي اغېزې وکړي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ وايي: «دا خواشینوونکې ده چې د منځنیو ښوونځيو نجونې نږدې یو کال کېږي چې ښوونځي ته له تګ نه لېرې پاتې دي. دا یو مهم نسل دی. یو نسل چې اړتیا ده باید وروزل شي څو هغوی افغانستان جوړ کړي او د بشري حقونو د معیارونو پر بنسټ، ښځې باید د افغانستان په ټولنه کې ټولنیز رول ولوبوي. دا زما شخصي نظر نهدی. دا هغه څه دي چې د بشري حقونو نړیوال قوانین یې وایي.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکی د اسلامي امارت د چارواکو له لوري د نجونو د ښوونځيو د نه پرانېستل کېدو په تړاو څرګند شوي دلایل ګونګ ګڼي او وایي چې د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو لپاره د نهه کسیزې کمېټې د کار څرنګوالي ته اندېښمن دی.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنېټ زیاتوي: «دلایل ګونګ وو، هغوی وویل چې پهدې برخه کې تخنیکي دلایل شته، زموږ لپاره دلایل مشخص نهشول او ماته و نه ویل شول چې ښوونځي به تړلي پاتې شي. ماته وویل شول او زه تکراروم چې ویې ویل یوه کمېټه پهدې برخه کې کار کوي او پهدې برخه کې به راپور وړاندې کړي. ما ټینګار وکړ چې کله به دغه راپور جوړ شي او کله به ښوونځي بېرته پرانېستل شي، تر اوسه د دې پوښتنې په تړاو ځواب نهشته.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه ټوېټ کې یو ځل بیا له اسلامي امارت نه غوښتي چې د افغانستان د دیني عالمانو غوښتنې ته پام وکړي او د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی لیکلي: «د علماوو د غږ درناوی کوو او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړو چې د افغان ولس خصوصاً د دیني علماوو دې غوښتنې ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي پرانیزي. له پردي احتیاجه د هېواد د خلاصون لاره یوازې او یوازې له پوهې او تعلیم سره نغښتې ده.»
د پوهنتون استاده وحیده عدالت جو وايي: «د ښوونځیو تړل کېدو ټولو ته یوه اندېښنه پیدا کړې ده. زه واقعاً دې ته ډېره زیاته اندېښمنه یم.»
زده کوونکې صحت وايي: «دا چې زموږ حقونه اخیستل شوي، ډېر زیات اندېښمن یوو. دا زموږ بنسټیز حقونه دي، هغه حقونه چې هم دین او هم دولت موږ ټاکلي دي.»
د روان کال د وري میاشتې له درېمې نيټې وروسته له شپږم ټولګي د پورته نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو نه پرانېستل کېدل تل له غبرګونونو سره مخ شوي دي. په وروستیو کې د بادغیس دیني عالمانو له سرپرست حکومته په هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د پرانېستلو غوښتنه وکړه.
په دې اړه مو اندونه