Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ژنیو کې د افغانستان استازي لیدلوری؛ له "طالبانو" سره تعامل په ټپه ولاړ دی

په ژنیو کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کلنۍ غونډې ته ویلي، په تېرو لسو میاشتو کې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل هڅې د "طالبانو" د کړنو له امله په ټپه ولاړې دي.

د ښاغلي اندېشه په باور، نړۍ د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو او له ټولنې څخه د ښځو د لېرې پاتې کېدو له امله  له اسلامي امارته ناهیلې شوې ده.

په ژنیو کې د افغانستان استازی نصیراحمد انديشه وايي: «څه باندې لس میاشتې کېږي چې نړیواله ټولنه له هرې ممکنې لارې له طالبانو سره د تعامل په هڅه کې ده، خو لکه څنګه چې لېدل کېږي، د هغوی ټولې هڅې د طالبانو له کړنو څخه د نړۍ د ناهیلۍ له امله په ټپه ولاړې دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په پنځوسمه کلنۍ غونډه کې هېوادونه او د بشري حقونو د سازمانونو استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو، په سېسټماټیکه توګه له ټولنې نه د ښځو د ګوښه کېدو او له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې له بندون سره د نړۍ د مخ کېدو خبره کوي.

د ملګر ملتونو د بشري حقونو د برخې کمېشنره میشل باشله وايي: «زه افغانستان له اوسنيو چارواکو غواړم چې د ښځو د بشري حقونو په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره د ښځو د سیاسي مشارکت لپاره لاره اواره کړي، څو د هغوی غږ واورېدل شي، ځکه په افغانستان کې وضعیت په داسې ډول کړکېچن دی چې خلک په تېره بیا ښځې د یوه نسل تیارې ورځې تجربه کوي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وايي: «طالبانو په افغانستان کې د نارینه‌وو حکومت جوړ کړی دی، د نجونو پرمخ یې ښوونځي تړلي دي او ښځې په ټولنه کې د خپلو څېرو له ښودلو منعه شوې دي او ان پر هغوی یې له کور نه د وتلو حق محدود کړی دی چې په پایله کې یې نږدې شل مېلیونه ښځې او نجونې له ټولنې څنډې ته شوې دي.»

خو له بلې خوا سرپرست حکومت له بشري حقونو د سرغړونې په اړه دا ډول نظر لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «هغه ادعاوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه کېږي، ردوي. د خلکو حقونه د تېر کال او تېرو لسو میاشتو راهیسې ډېر تامین دي. له دې وړاندې خلک له وژنې، بدمرغۍ او د نورو ناخوالو له ستونزو سره مخ وي، د خلکو کورونه بمبارېدل.»

تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان د بشري حقونو د پراخ نقض، پر ښځو د محدودیتونو د لګول کېدو او له ښوونځيو نه د نجونو د پاتې کېدو په تړاو د راپورونو په خپرولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتنې وو،چې د اسلامي امارت پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د بشري حقونو د سازمانونو استازي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو، په سېسټماټیکه توګه له ټولنې نه د ښځو د ګوښه کېدو او له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې له بندون سره د نړۍ د مخ کېدو خبره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه