Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طلوع‌نیوز د "ون ورلډ میډیا" کلنۍ جایزې کټونکی شو

طلوع‌نیوز د ۲۰۲۲ کال د "ون ورلډ میډیا" بنسټ له لوري د ځانګړې جایزې ګټوونکی اعلان شو.

د سږ زېږیز کال "ون ورلډ میډیا" بنسټ د جایزې ډالۍ ګټلو لپاره له افغانستان، پېرو او یوګانډا څخه درې رسنۍ نوماندې شوې وې چې طلوع‌نیوز د انګلیسي وتلي خبریال جان سنو له لوري د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.

جان سنو چې په دې مراسمو کې یې په انلاین ډول ګډون کړی و، ویلي، دا جایزه هغو رسنیو ته ډالۍ کېږي چې د حق او عدالت لپاره مبارزه کوي.

نوموړي زیاته کړې: «لکه څرنګه چې موږ اورېدلي د پېرو، افغانستان او یوګانډا نوماندې رسنۍ ډېرې ښې دي... یوازې یوه ګټونکې رسنۍ شته چې هغه طلوع‌نیوز ده.»

د بي‌بي‌سي خبریالې یلدا حکیم د طلوع‌نیوز په استازیتوب دا جایزه تر لاسه کړې ده.

اغلې حکیم د دې مراسمو ګډونوالو ته ویلي، ویاړي چې په طلوع‌نیوز کې د همکارانو په استازیتوب دا جایزه تر لاسه کوي او زیاتوي: «دا په افغانستان کې ښځینه خبریالانو په تېره په طلوع‌نیوز کې ښځینه خبریالانو ته ډالۍ کوم.»

د "ون ورلډ میډیا" جایزه په بریټانیا کې د "اسکا رسنیو" په څېر مشهوره جایزه بلل کېږي.

جان سنو چې په دې مراسمو کې یې په انلاین ډول ګډون کړی و، ویلي، دا جایزه هغه رسنیو ته ډالۍ کېږي چې د حق او عدالت لپاره مبارزه کوي.

شریک یي کړئ