Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنه شوې

نن له غرمې وروسته د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ په الف بېردي جومات کې چادونه رامنځ‌ته شوې ده.

د کندوز امنیې قومندانۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، د دې چاودنې پر مهال یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوې دي.

اعلامیه زیاتوي، دا چاودنه نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه په‌دې جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ‌ته شوې ده.

د کندوز ولایت امنیې قومندانۍ زیاته کړې، امنیتي ځواکونو د سیمې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د امام صاحب ولسوالۍ پنځوس بستریز روغتون ته لېږدولي دي.

اعلامیې د امام صاحب ولسوالۍ د روغتون مسوولانو له قوله زیاته کړې چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ نه‌دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه